لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر جرګه برسېره پوځ قبایلي ځوانان له پښتون ژغورنې غورځنګ سره له اړیکو منع کړي


په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او سرکاري جرګې تر منځ نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ کېدونکې غونډه د جون اوومې نېټې ته ځنډول شوې ده، ځکه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران غونډې ته نه وو ورغلي.

یوې خواته د سرکاري جرګې او پي ټي ایم تر منځ خبرې روانې دي، خو بل لور ته سیمه ییزو سرچینو وي.او.اې ډیوه ته ویلي، د خیبرایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ په تېرو ورځو کې د جمرود، باړې او لنډي کوتل مشرانو ته د روژه مات په مهال ویلي وو، چې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره به هیڅ ډول اړيکې نه ساتئ. د سرچینو تر مخه پولیټیکل ایجنټ د دې تحریک نوم اخیستی او قامي مشران یې په سختۍ ورسره له تعلق ساتلو منع کړي دي.

وي.او.اې ډیوه ته سرچینو دا هم ویلي، چې په مېچنۍ چیک پوسټ او تورخم کې پاکستاني امنیتي ځواکونو د سیمې ځوانانو ته د خبرو په وخت ویلي، چې پښتون ژغورنې غورځنګ خواته نیژدې هم ور نه شئ.

د سرکاري جرګې مشر شاه جي ګل اپریدي وي.او.اې ډیوه ته وویل، د دوی د جرګې شاوخوا پینځلس غړي نن را غونډ شوي وو او غوښتل یې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره د هغې ۳۰ کسیزې کمېټۍ په اړه خبرې وکړي، چې د خبرو لپاره یې ټاکلې ده خو وایي هغوی ورنغلل:

"موږ د ۷ جون وعده ورکړه، په دې ورځ به د پي ټي ایم مشران او زموږ زړه جرګه خبرې سره کوي او د راتلونکي تګلاره به ټاکي، چې دا جرګه په داسې طریقه جوړه شي چې دا مسئله حل ته وباسي. په جرګه کې چې څومره هم مشران کسان وي، هغوی د خپلو سیمو له ستونځو خبر وي او هغه جرګه د جوړښت طرف ته ځي".

رپوټونه وایي دا جرګه په ډېره بیړني حالت کې را بلل شوې وه. د سرکاري جرګې مشر وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ ورته وویل، د جرګې لپاره د دوی ټاکل شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو پښتني سیمو کې اوسېږي او په دومره بیړه را غونډول یې ګران کار دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې لپاره دېرش کسیزه کمېټۍ ټاکلې، چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشران هم پکې شامل دي. د پښتون ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسید هم په دې کمېټۍ کې شامل دی. هغه له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د خبرو لپاره د دوی غوښتنه دا ده چې د ریښتیا سپړلو یو مفاهمتي کمېشن دې جوړ شي:

"زموږ غوښتنې معلومې دي، موږ غواړو چې د حقایقو د سپړلو یو کمېشن جوړ شي او دا معلومه کړي چې په پاکستان کې څومره پښتانه و وژل شول، څومره بې درکه کړل شول او څومره تاوانونه یې وشول، څومره تعلیمي ادارې یې تباه شوې، کله چې د دغو تحقیقاتو نتایج راشي بیا به ګورو چې ریاست له پښتون قامه بخښنه غواړي که څه کوي، تر هغه وخته زموږ سوله ممکنه نه ده".

د سرکاري جرګې مشر شاه جي ګل اپریدی وایي په دې خبر نه دی چې د خیبرایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ قبایلي مشران له پښتون ژغورنې غورځنګ سره له اړیکو ساتلو منع کړي، خو وایي جرګه یې بشپړ واک لري او حکومت ورته ویلي دي چې د آیین او قانون په چوکاټ کې پښتون ژغورنې غورځنګ له کومې ادارې سره هم خبرې کول غواړي د هغو ادارو مشران به ورسره خبرو ته کښېني.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG