لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د ناوړه ژبې د کارولو پرضد خبرداری ورکړ

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د راتلونکو عمومي ټاکنو په اړه یو مسوده چمتو کړېده په کوم کې چې د کمپاین پرمهال د سیالانو ترمنځ د ناوړه ژبې د کارولو پرضد خبرداری ورکړل شوی.

په دې اړه د پاکستان د ټاکنو د کمېسیون او د سیاسي ګوندونو ترمنځ غونډه شوې او تمه ده چې په اړه به یې وروستی اعلان هم ژر وشي.

د شپږو څپرکو په دغې مسودې کې هغه قوانین یاد شوي چې د ټاکنو پرمهال یې باید سیاسي ګوندونه، کاندیدان او د ټاکنو کارونکي درناوي وکړي.

په دغو شپږو برخو کې، عمومي چلند، کمپاین، مشهورتیا، غونډې، د ټاکنو ورځ او بیا تر هغې وروسته حالات شامل دي چې غټ ټکي یې په لاندې توګه دي.

عمومي رویه:

له سیاسي ګوندونو او کاندیدانو څخه غوښتل شویدي چې د پاکستان د اساسي قانون او ایډیالوژۍ پرخلاف باید له څرګندونو څخه ډډه وشي او د پاکستان د خلکو د حقونو او ازادیو درناوی دې وشي.

سیاسي ګوندونو ته ویل شویدي چې له کاندیدانو څخه دې د ګوند د پیسو په نامه د ټېکټونو په بدله کې پیسې نه اخلي.

له کاندیدانو غوښتل شوي چې د ټاکنو تر لسمې ورځې پورې دې په ټاکنو کې د خپلو ټولو لګښتونو راپور د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ته وسپاري.

کمپاین

له سیاسي ګوندونو څخه غوښتل شویدي چې رسنۍ دې تر خپل اغیز لاندې نه راولي او نه دې هم د کومې رسنۍ په وړاندې د تاوتریخوالي کوم عمل ترسره کوي.

غونډو ته د وسلو په راوړلو باندې بندیز لګول شوی او دا بندیز به د ټاکنو د پایلو تر اعلان څخه ۲۴ ساعته وروسته پورې لګېدلی وي.

ولسمشر، د کابینې غړي او نور حکومتي چارواکي به په ټاکنیزو فعالیتونو کې برخه نه اخلي.

مشهورتیا:

کاندیدان دې د خپلې مشهورتیا لپاره د عوامو په کورونو او جایدادونو باندې خپلې پوسټرې نه لګوي.

همدارنګه له کاندیدانو او سیاسي ډلو څخه غوښتل شویدي چې په خپلو پوسټرونو دې مذهبي جملې نه لیکي.

غونډې:

له سیاسي ګوندونو او کاندیدانو څخه غوښتل شویدي چې له هر ډول غونډې او لاریون څخه مخکې دې د ضلعې چارواکي خبر کړي. د ټاکنو کمېسیون همدارنګه له اړوندو چارواکو څخه غوښتي دي چې دا ډول غونډې او جلسونه باید د ترافیک په وړاندې کومه ستونزه جوړه نه کړي.

د موټرو په کتارونو باندې بندیز لګېدلی او د هرې غونډې څخه یوه اونۍ مخکې باید اړوند چارواکي خبر کړای شي.

له سیاسي ډلو څخه غوښتل شویدي چې په هرې انتخاباتي حوزې کې دې تر یوې غونډې یا جلسې زیات نه کوي.

د ټاکنو ورځ:

د ټاکنو په ورځ به د کمپاین په هر ډول باندې بندیز وي او د یوه ځانګړي کاندید په پلوي به د رایه ورکولو د مرکز په ۴۰۰ مترۍ کې هم دا نارې نه وهل کیږي چې رایه ورکړئ او یا رایه مه ورکوئ.

که هر چا له دغو غوښتنو او لارښونو څخه سرغړونه وکړه نو له قانوني چلند سره به مخ کیږي.

See all News Updates of the Day

د سوات د ۱۳ کلیونو مشران وايي فوجي چاوڼۍ ته به نوره "یو انچ" زمکه هم ورنه کړي

جرګې په شریکه فېصله وکړه چې ټول قام خپلې زمکې ورکولو ته تیار نۀ دی او یو انچ زمکه به په کروړ روپۍ هم څوک حکومت له نۀ ورکوي او کۀ حکومت په زور د زمکې اخستو هڅه وکړه نو د دې کلو د خلقو ردعمل به ډېر زیات سخت وي
جرګې په شریکه فېصله وکړه چې ټول قام خپلې زمکې ورکولو ته تیار نۀ دی او یو انچ زمکه به په کروړ روپۍ هم څوک حکومت له نۀ ورکوي او کۀ حکومت په زور د زمکې اخستو هڅه وکړه نو د دې کلو د خلقو ردعمل به ډېر زیات سخت وي

د سوات د کبل تحصیل د دیارلسو کلیو جرګې فېصله کړې ده چې هغوی به نوره "یو انچ" زمکه هم فوجي چاؤڼۍ دپاره نۀ ورکوي او تېره زمکه د هغوی نه په ناپوهۍ کې اخستل شوې ده.

د کبل تحصیل د دیارلسو کلیو د مشرانو دا جرګه د اتوار، یکشنبې، په ورځ د ايرپورټ خواته په ډهېرۍ فټبال ګراؤنډ کې وشوه چې د ټولو کلیو مشرانو او ځوانانو او د حلقې د صوبائي اسمبلۍ غړي سلطان روم په کې ګډون وکړو.

د جرګې ګډون وال سلطان محمد خان وویل "مخکې مونږ پوهه نۀ وو نو زمونږ زمکې یې رانه ډېرې ارزانې اخستلې وې خو اوس مونږ خپلې زمکې په هېڅ قېمت نۀ ورکوو."

جرګې ته وېنا کونکو وویل چې د فوجي چاؤڼۍ دپاره د دوی څخه شپږ زره کناله زمکه په ډېر کم قیمت اخستل شوې ده او اوس اته زره کناله زمکه نوره ورڅخه اخستل کېږي او د دې دپاره سروی شروع شوې ده.

د جرګې یو غړي ریاض احمد وویل مخکې د یو فټ زمکې قیمت ۱۷ سوه روپۍ و خو د دوی نه صرف په ۲۶۰ روپۍ فټ اخستل شوې ده.

جرګې ته وېنا کونکو وویل چې دا د هغوي د پلار نیکۀ جائيداد دی او هغوي په هېڅ قیمت خپلې نورې زمکې د ډي اېچ ای یا د نورو سکیمونو دپاره ورکولو ته تیار نۀ دي. جرګه کې د سیمې شاعر د چاؤڼۍ په حقله خپل شعرونه هم وویل.

جرګې ته وېنا کونکو وویل چې د دوي زیاتې زمکې زرعي دي او په دې د جوار غنمو نه علاوه سبزیانې او مېوې هم کېږي، په کومو زمکو چې نخښې لګولی کېږي هلته لوی لوی کلي هم دي او ظاهره ده چې دا کورونه به ورانېږي او خلق به بې کوره کېږي څنګه چې مخکې خلق بې کوره شوی دی.

د جرګې غړي سلطنت خان وویل د سیمې د زمکو په اړه وویل په دې کې زرعي زمکې هم شته، کمرشل زمکې هم او په څۀ کلو کې په سوونو کورونه هم دي نو چې دا کورونه وران شي نو خلق به چرته ځي.

جرګې په شریکه فېصله وکړه چې ټول قام خپلې زمکې ورکولو ته تیار نۀ دی او یو انچ زمکه به په کروړ روپۍ هم څوک حکومت له نۀ ورکوي او کۀ حکومت په زور د زمکې اخستو هڅه وکړه نو د دې کلو د خلقو ردعمل به ډېر زیات سخت وي.

په دې حقله د فوځ د ویاند ادارې موقف اخستو دپاره د وي او ای ډیوه خبریال ايي اېس پي ار ته اي مېل وکړو خو ۲۴ ساعته پس يې هم جواب ترلاسه نه شو.

اسټريليا په لومړۍ يوه ورځنۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

India Cricket WCup
India Cricket WCup

د اسټريليا کرکټ لوبډلې د درېو يو ورځنو لوبو د لړۍ په لومړۍ سيالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې ته په دوه وکټو ماتې ورکړه.

د اسټريليا په یاد مېلبرن کرکټ ميدان کې د ترسره شوې لوبې ټاس، پچه کوربه لوبډلې ګټلی او پاکستان ته یې لومړی بېټنګ ورکړی وو.

پاکستاني ټول لوبغاړي په 47م اوور په 203 رنزونو اوټ شوې وه.

د اسټريليا لوبډلې په 34م اوور کې ټاکلی هدف په اته لوبغاړو اوټ کېدو پوره کړو او په دوه وکټو یې لوبه وګټله.

پاکستانۍ لوبډله کې زيات 44 رنزونه کپتان محمد رضوان او بيا 40 رنزونه نسيم شاه او بابر اعظم 37 رنزونه جوړ کړي وو.

د اسټريليا مچل سټارک درې، او دوه نورو بالرانو دوه دوه وکټې اخستې وې.

د اسټريليا په لوبغاړو کې جوش انګليس 49 او سټيوين سمت 44 رنزونه جوړ کړي دي.

پاکستاني بالرانو کې حارث روف درې او شاهين شاه اپريدي دوه وکټې اخستي دي.

د پاکستان او اسټريليا لوبډلو ترمنځ درې يو ورځنۍ او درې ټي ټوينټي، شل اووريزه سيالۍ ټاکل شوي دي.

دويمه يوه ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ اتم نومبر ټاکل شوې ده.

د لکي مروت خلک وايي، ناامنۍ یې روزګار او کاروبارونه په ټپه ودرولي

د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې، ځايي خلک وايي، د خرابې امنیتي وضعې له امله کاروباري فعالیتونه په ټپه درېدلي، او د سختو مالي مشکلاتو سره مخ دي.

عبدالحميد نومې تن په لکي مروت بازار کې کېلې او مڼې خرڅوي، خو وايي، د ورځنۍ مزدورۍ سره د خپل کور لګښتونه پوره کول ورته اوس ډېر ګران شوي دي.

هغه وايي چې له سهاره تر ماښامه خپله ريړۍ لګوي، خو د خرڅ د نشتوالي له امله ورته تاوان اوړي.

وايي، "له سحر نه ريړۍ لګوم، خو کاروبار بالکل نه روان دی. د 5000روپو کېلې راوړم، خو په مشکله سره 2500 روپو هم نه خرڅېږي. د لکي مروت حالات خراب دي، امن نشته، نو کاروبار هم نشته".

په وروستيو کې په لکي مروت کې د ناامنۍ ستونزې ډېرې سیوا شوې دي. د روان کال ستمبر په میاشت کې پوليسو د خپل امنیت لپاره څلور ورځنی احتجاجي پرلت پيل کړی، او له دغې وړاندې هم په ولسي کچه پرله‌پسې احتجاجونه او ولسي پاڅونونه شوي وو.

د ځايي خلکو په وینا، دا سیمه په دې وروستیو کې د وسله والو ډلو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې میدان ګرځېدلې ده.

پي ټي ایم د قامي جرګې غړی نصير خان مروت وايي، په لکي مروت کې هره ورځ د هدفي وژنو پېښې کېږي، د امنیتي ځواکونو عملیات او پر هغوی حملې یو معمول ګرځېدلی، چې له کبله یې عام خلک په سخت ویره او ډار کې ژوند کوي.

لکي مروت، د خېبر پښتونخوا هغه جنوبي سیمه، چې د بنو، کرک، او ډیره اسماعیل خان ضلعو سره، د پنجاب د میانوالی ضلعې سره هم پولې لري.

دا ضلع د سرای نورنګ او لکي سټي په څېر د مشهورو تجارتي مرکزونه لري، چې آن تر افغانستان پورې سوداګري کوي. خو په دې وروستیو کې د غیر یقیني حالاتو له امله کاروبار سخت اغېزمن شوی دی.

سوداګر، وایي چې کاروبار تقریباً ختم شوي دي. دوکانداران د دوکانونو د بلونو او کرایو ورکولو وس نه لري، او د دې له کبله د برق میټرونه هم ځينې وړل کېږي.

د تاجرانو اتحادیې مشر فريدالله خان وايي، "کاروبار بالکل ختم شوی دی. دوکانداران دومره توان نه لري چې بلونه او کرایې ورکړي. آن تر دې چې هره ورځ د واپډا مامورین راځي او میټرونه وړي. شتمن خلکو د خرابو حالاتو له کبله سیمه پرېښودلې ده، او دلته یواځې بېوزله خلک پاتې دي، چې قرض هم نه شي ورکولی".

د لکي مروت خراب تجارتي حالت غریب مزدوران هم سخت اغېزمن کړي دي. د هغوی د کور لګښتونه نه پوره کېږي، او د قرضونو لاندې ګېر شوي دي. د ګرانۍ او ناامنۍ له کبله روغتیا او تعلیم هم د هغوی له وسه وتلي دي.

مېوه خرڅونکی عبدالحميد وايي، "د کور خرچه نه پوره کيږي. موږ ته هره میاشت د خوراک لپاره هم قرض اخيستل پکار دي، او د درملنې او تعلیم لګښتونه پوره کول خو ډېر مشکل شوي دي".

په دې حالاتو کې د لکي مروت منتخب استازي، شیر افضل مروت او جوهر خان چې په خېبرپښتونخوا کې د واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف سره تړاو لري، د سیمې د امنیت په اړه خاموشه ښکاري. او خلکو پر وړاندې بې وسي ښکاره کوي.

کارپوهان وایي چې د دغو حالاتو پر ضد د غږ پورته کوونکو د خاموشه کولو هڅه کېږي.

په دې وروستیو کې د جګړې ضد او د امن غوښتونکې تنظیم، پي ټي ایم، غیر قانوني اعلان شوې، او د هغوی سلګونه غړي نیول شوي دي. د دوی په وينا د غدارۍ او ترهګرۍ مقدمې پرې جوړې شوي، او فشار پرې اچول کيږي.

لاهور کې د خرابې هوا له امله سکولونه تړل شوي

د پاکستان د پنجاب صوبې مرکزي ښار لاهور کې نن د ګل، دوشنبې په ورځ د هوا د خراب معيار يا خرابې هوا له امله د پينځم ټولګي پورې سکولونه د يوې اوونۍ دپاره تړل شوي دي.

چارواکو ويلي، دا پرېکړه د هوا د خرابۍ د لوړې کچې ته رسېدو وروسته شوې ده.

چارواکو ويلي، د 14 ميلينه ابادۍ ښار لاهور کې دا ګامونه د هغو هڅو په لړ کې پورته کړل شوي چې ماشومان د ناروغو څخه وژغوري، او ټولو خلکو ته ویل شوي چې ماسک اچوي.

خو نن د پاکستان ټيلي ويژن چېنلو ښوولي چې لاهور کې خلک بغېر د ماسک نه ګرځي.

حکومت ويلي، لاهور کې به د ګرېن لاک ډاون سره به 50فيصده کارکوونکي له کوره کار کوي، او همدارنګه، بار بي کيو خوراکونه تيارول بغېر د فلټر څخه او رکشې چلول محدود کړل شوي.

د دې ترڅنګ د ودونو هالونو يا تالارونو ته د شپې د لسو بجو پورې بندول کېدو ويل شوي، او د خچنې هوا لپاره په ممکنه ډول د مصنوعي باران کولو هم ويل شوي دي.

په لاهور کې د هوا خرابوالی يا خچنوالی په دې اونۍ کې تر 1000 انډېکس څخه زیات شوی او دا پاکستان کې ريکارډ کچې ته لوړ شوی وو.

د پنجاب لاهور ښار کې له تیرې میاشتې راهیسې هوا په خرابېدو پيل شوې، زهرجن خړ سموګ يا دوړې د زرګونو په شمېره کې خلک ناروغه کړي، زياتره د واړه او پاخه عمر کسان یې اغېزمن کړي دي.

حکومت اعلان کړی، سکولونه به د يوې اوونۍ پورې تړلي وي او په ځینو سیمو کې یې د ودانیو کارونه هم بند کړي دي.

لاهور، چې یو وخت د شنو باغونو ښار يادېدو، او د مغلو په زمانه کې د 16مې نه 19مې صدۍ، پېړۍ پورې د باغونو دپاره مشهور وو، د ابادۍ د زیاتوالي له امله اوس په دغه ښار کې د شينکي دپاره ډېر کم ځای پاتې دی.

خبر د اې پي په مننه

د پاکستان د نجکارۍ وزير وايي، "زمه واري يې پي آی اې سمول نه، بلکې خرڅول دي"

د پاکستان د نجکارۍ مرکزي وزير عبدالعليم خان ويلي، "د پاکستان د قامي هوايي نړيوال شرکت، پي آی اې د نجکارۍ عمل روان دی، زما زمه واري د پي آی اې سمول نه بلکې د دې خرڅول دي، تر څو چې د پي آی اې د تاوان خبره ده په هغې کې مې هیڅ کردار نشته".

عليم خان دغه خبره پرون په درېم نومبر لاهور کې، درې ورځې وروسته له هغې کړې، چې په 31م اکتوبر د پي آی اې په بولۍ کې، پاکستان کې د ځمکو کاروباري يواځينۍ شخصي کمپنۍ [بليو ورلډ سټي] برخه اخستې او لس اربه روپۍ بولي یې لګولې وه.

پوهان وايي، د پاکستان د قامي هوايي شرکت پي آی اې په بولۍ کې د يوې کمپنۍ نه علاوه د بلې کومې کمپنۍ برخه نه اخستل ښيې چې پاکستان کې پانګه وال پانګونو ته زړه نه ښه کوي او د هغې علتونه سياسي بې ثباتي او د کاروبار دپاره غېر يقيني صورتحال او ځينې سخت شرطونه هم کېدی دی.

د پاکستان د نجکارۍ کمېشن د پي آی اې د بولۍ دپاره کم نه کم قيمت 85 اربه روپۍ ټاکلې وې او د قامي شرکت 60 فيصده برخه به یې خرڅوله.

د رپوټونو ترمخه، د لس اربه روپو د بولۍ جايزه به اوس د پاکستان مرکزي کابينه اخلي، او کابينه به د دغه بولۍ د منظورۍ يا نه منظورۍ پرېکړه کوي.

د نجکارۍ وزير زياته کړې، د پي آی اې د نجکارۍ دپاره تګلاره يا چوکاټ د نګران حکومت په وخت کې جوړ کړل شوی، او په هغې کې بدلون کې د ده په واک کې نه دی.

نوموړي ويلي، د پي آی اې د نجکارۍ عمل شپږ مياشتې وړاندې پيل شوی، او کوم عمل چې وړاندې شورو شوی په هغې کې هیڅ بدلون نه شي راوستی.

پي آی اې وايي، قامي شرکت دا وخت 33 الوتکې يا جهازونه لري چې پکې 12 بوينګ 777 الوتکې هم شاملې دې.

د پي آی اې د چارواکو په وينا د نجکارۍ کمېشن لخوا چې د پي آی اې د بولې دپاره کوم رقم ټاکل شوی دا د پي آی اې د ماليت په اساس وو.

د رپوټونو ترمخه د پي آی اې د مجموعي اثاثو ماليت 165 اربه روپۍ دی چې د 60 فيصده برخې ماليت 91 اربه روپۍ جوړيږي، خو حکومت یې بيا هم 85 اربه روپۍ د بولۍ سر اېښودی وو.

اقتصاد پوه سجاد خان وايي، "د پي آی اې ګټورې جوړولو دپاره پکار ده چې د 15نه 20 پورې نوي جهازونه واخستل شي، او سرمايه کار هم راشي".

د نجکارۍ وزیر عبدالعليم خان ويلي، قامي اييرلاين ګټه کولی شي، که چرته په سمه طريقه وچلول شي نو دا ډېره غټه اثاثه ده.

خو نوموړي د مۍ په مياشت کې ويلي وو، پي آی اې د کال په سر د 800 اربه روپو په خساره يا تاوان کې روان دی.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG