لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جرمني له ژوبڼ څخه تښتېدلي خطرناک ځناور بېرته نیول شویدي


د جرمني چارواکي وايي، ددغه هېواد په لویدیځ ایالت راینلنډ کې له یوه ژوبڼ څخه تښتېدلي خطرناک ځناور نیول شوي او بېرته ژوبڼ ته وړل شویدي.

د جرمني د ډي پي اې خبري رسنۍ د راپور له مخې، په دغو ځناورو کې دوه زمریان، دوه پړانګان، یو جګوار، پنځه پېشوګانې او څو نور ځناور وو چې د ژوبڼ د قفسونو له ماتولو وروسته تښېدلي وو.

سیمیزو چارواکو د جمعې له سهاره ددغو ځناورو لټون پیل کړی وو او ددغه ځای له اوسېدونکو یې غوښتي وو چې له خپلو کورونو څخه دې بهر نه وځي.

چارواکو دا هم ویلي دي، چې د پلټنو د عملیاتو په ترڅ کې یوه ییږه په ډزو وژل شوې ده.

XS
SM
MD
LG