لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لاهور ښار کې ځایي خلکو پر پښتنو کارګرو برید کړی، ګڼ کسان یې ټپیان کړي


د پنجاب په مرکزي ښار لاهور کې ځایي خلکو هلته پر هغو پښتنو برید کړی، چې هلته دوکانونه لري یا رېړۍ چلوي او څو تنه یې ټپیان کړي دي، خو پولیسو دوی له سرکاري روغتونه را ګرځولي او په یوه شخصي روغتون کې یې پر زخمونو پټۍ لګولې دي.

دغه کسان اکثر د باجوړ اوسېدونکي دي. له ټپیانو څخه یوه تن ضیاءالرحمن په ټلیفون وي.او.اې ډیوه ته وویل، لسګونه کسانو پر دوی برید وکړ او د ده په شمول یې شپږ اووه تنه ټپیان کړل:

"په ټاون شپ کې چې څومره پنجابیان دي ټول را پسې را وتلي وو، په بوتلو او خښتو یې ویشتلو، سرونه یې هم را مات کړل، زما سر مات دی اوو ټانکې ور لګېدلې دي، اووه اته کسان نور هم زخمیان دي".

​دا پېښه د زیارت- پنجشنبې په ماښام له روژه ماته وروسته شوې، چې وایي د لاهور د ټاون شپ سیمې د مدینه مسجد په شاوخوا کې د یوه ځایي دوکاندار او یوه پینځلس کلن ځوان یاسین تر منځ لفظي شخړه وشوه، چې وروسته د ټول مارکېټ دوکاندارانو پر دې ځوان تشدد کړی او وهلی ټکولی یې دی.

یاسین چې په جګړه کې ټپي شوی
یاسین چې په جګړه کې ټپي شوی

په پنجاب پوهنتون کې د پي ایچ ډي یوه سکالر سهېل خټک وي.او.اې ډیوه ته وویل، کله چې هلته شاوخوا پښتنو دوکاندارانو او رېړۍ چلوونکو د دغه ځوان د ژغورلو هڅه وکړه، نو قهرجنو خلکو پر هغوی هم برید وکړ او ګڼ شمېر کسان یې پکې ټپیان کړل.

وایي د شخړې په مهال هلته له شاوخوا مسجدونو د خلکو د را غونډولو لپاره اعلانونه هم وشول او په لږ وخت کې د شاوخوا بازارونو سلګونه کسان د پېښې ځای ته ورغلل او نه یواځې یې پر پښتنو کاروباریانو بریدونه وکړل، د هغوی له دوکانونو او رېړیو یې سامانونه هم وتښتول. ښاغلی سهېل خټک وایي:

"په مسجد کې اعلان شوی دی چې "پٹھانوں دہشتگردوں نے حملہ کیا ہے ان کو مارو" [پښتنو ترهګرو برید کړی دی ویې وهئ]، بیا خلک چې د یوه ځایي کس (شوقي بدمعاش) کسان هم راغلي پر دوی یې برید کړی، پولیس هم ورته ولاړ دي او هغوی هم خلک جګړې ته پارولي دي".

په جګړه کې ټپي شوی د باجوړ اوسېدونکی.
په جګړه کې ټپي شوی د باجوړ اوسېدونکی.

په پېښه کې ټپي کسانو وي.او.اې ته وویل، پولیسو دوی ته ویل چې له خپلو ځایونو را ونه وځئ، وایي دوی بیا تر پېشلمي پورې په خپلو ځایونو کې بند پاته وو. وایي نن سهار دوی پولیسو ته د بریدکوونکو په خلاف د ایف ای آر درج کولو لپاره ورغلل هغوی ورته انکار وکړ، خو وایي د شاوخوا ۱۰۰ تنو پښتنو کارګرو په خلاف یې نن ماسپښین رپوټ (ایف ای آر) درج کړی دی.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د لاهور د ټاون شپ سیمې د تاڼې له ایس ایچ او ذوالفقار سره خبرې وکړو، خو پر بیا بیا ټیلیفون ورکولو مو کوم ځواب تر لاسه نه کړ.

د یادونې وړ ده چې د پنجاب په لاهور ښار کې اوسېدونکي پښتانه له تېرې څه مودې راهیسې شکایت کوي، چې د پولیسو له خوا ځورول کېږي، همدارنګه په پنجاب پوهنتون او نورو کالجونو کې زده کوونکي پښتانه هم د ځایي خلکو له توپیري چلنده شکایت کوي، خو دا لومړی ځل دی چې ځایي خلکو هلته پر پښتنو دوکاندارانو او رېړۍ چلوونکو برید کړی او ټپیان کړي یې دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG