لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د چين سره د دوه سمندري بېړو اخستو تړون کړی


د پاکستان سمندري ځواک د چين سره د دوه سمندري جنګي بېړو اخستو تړون کړی، او دغه تړون دوه ورځې وړاندې لاسليک شوی دی.

د تړون لاندې به د چايناشپ بلډنګ کمپنۍ A054 دوه بېړۍ د پاکستان سمندري ځواک ته ورکوي او دا به په کال ۲۰۲۱م کې د پاکستان د سمندري ځواک برخه وي.

د پاکستان سمندري ځواک ويلي د دغو بېړو په سمندري ځواک کې ورګډېدو سره به د دوي توان نور سېوا شي او په سيمه کې به د مېري ټايم سيکیورټۍ په عملیاتو کې ښه رول ترسره کولی شي.

سمندري ځواک ويلي چې دا بېړۍ نوې ټېکنالوجي لري او د نوي دور د وسلو په ګډون د لرې ويشتونکو ميزايلو سېنسرې هم پکې لګېدلي دي.

روان کال نړيوالې ادارې اسټاک هوم انټرنیشنل پيس ريسرچ (سپری)په خپل يو رپوټ کې ويلي ؤ چې چين پاکستان ته د وسلو ورکولو تر ټولو غټ ملک دی.

د سپری د رپوټ ترمخه د کال ۲۰۱۳م نه تر کال ۲۰۱۷م په موده کې پاکستان د چين نه د وسلو اخستو تر ټولو غټ هېواد ؤ، او چين خپلې نزدې ۳۵فيصده وسلې پاکستان ته ورکړي دي.

پاکستان او چين په کال ۱۹۹۰م کې په ګډه د جی اېف – ۱۷تهنډر جنګي الوتکو جوړولو پروسه پېل کړې وه چې اوس دغه الوتکې په پاکستان کې جوړېدل هم پېل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG