د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوه زره افغان ديني علماؤ د هغه فتوې هرکلی کړی چې پکې په افغانستان کې روانې جګړې ته ناروا او ځانمرګو بريدونو ته حرام ويل شوي دي.
اشرف غني ويلي، "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ديني علماؤ د دغې اسلامي او عالي اقدام قدرداني او هرکلی کوي، د دغې ارزښتناکې فتوې د موادو په تاييد يو ځل بيا په افغان وسله والو طالبانو غږ کوو چې سوله الهي امر دی".
ښاغلي غني ویلي، "سوله زمونږ د عظيم او مسلمان ملت اساسي غوښتنه اسلامي او بشري حق دی ، دغو ټولو ته په درناوي د دغه بدمرغه جنګ پرځای د بېن الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې لاره اختیار کړئ او د هېواد بربادۍ پرځای يې په ابادۍ کې برخه واخلئ او شريک شئ".
افغان علماؤ د دوشنبې، ګل په ورځ جاري کړې فتوا کې د قران پاک او احاديثو حوالې ورکړې او په فتوا کې ويل شوي چې په افغانستان کې روانه جګړه ناجايزه ده او د شريعت سره هیڅ تړاؤ نه لري.
د فتوې ترمخه " جګړه په ټولو ډولونو د شريعت او اسلامي قوانينو ترمخې غېر قانونه او د مسلمانانو د وینې تويولو پرته نور هيڅ نه دي".
افغان علماؤ "ځانمرګو بریدونو، په چاؤدنو کې د خلکو وژنو، وېش، تندلاريتوب، د مختلفو قسمونو فساد (غبن)، غلا، تښتونې او هر ډول تشدد په اسلام کې ګناه کبيره دي او د الله تعالی د حکم پرضد دي".
دینې علماؤ ویلي قران پاک د مسلمان وژنه حرام او ناجايزه بللې ده. علماؤ په طالبانو د سولې بهير ته د راتلو غږ هم کړی دی.
خو بل لور ته طالبانو د علماؤ فتوې ته په غبرګون کې ويلي، طالبان د دیني عالمانو د غونډو په عنوان پروسې ته امريکايي بلي او زياته کړې يې ده د کابل په غونډه کې اکثره عام خلک د عالمانو په نامه کښينول شوي وو.