لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مذهبونو نړیوال کونسل: پاکستان د مذهبي اقلیتونو د ژغورنې ذمه واري نه تر سره کوي


په پېښور کې د مذهبونو نړیوال کونسل (فېت فرینډز) په یوه خبري غونډه کې په پاکستان کې مذهبي اقلیتونو ته پر ور پېښو ګواښونو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې حکومت اقلیتونو ته د تحفظ ورکولو ذمه وارۍ نه تر سره کوي.

د عیسایي لږکیو یو مذهبي مشر پادري همفرې سرفراز پیټر وي.او.اې ډیوه ته وویل، ډېره د افسوس خبره ده چې چرنجیت سینګ و وژل شو. وایي داسې ښکاري چې د سیک لږکیو په وړاندې مذهبي توندروي مخ په زیاتېدو ده:

"حکومت د سپریم کورټ له حکم سره سم خپله ذمه واري نه تر سره کوي، په ۲۰۱۴م کال کې یې ویلي وو چې د مذهبي اقلیتونو لپاره به د ژغورنې یوه ځانګړې دسته جوړوي، بودیجه به ورته ټاکي او د کومو کورنیو کسان چې و وژل شي له کورنیو سره به یې مرسته کېږي خو تر اوسه یې نه دی جوړ کړی".

حکومت په پېښور کې تېره اوونۍ د وژل شوي چرنجیت سینګ د وژنې پلټنې ته یوه تحقیقاتي کمېټۍ هم جوړه کړې، خو د مذهبونو د کونسل مشران وایي حکومت دې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي دا هم ډېره ده او غوښتنه کوي چې د وژل شوي سیک مشر له کورنۍ سره دې مرسته وشي، ځکه چې وایي کورنۍ یې د کرایې په کور کې اوسېږي او دوه زامن یې معذوره دي.

د مذهبونو د نړیوال کونسل مقصد دا دی چې د خلکو تر منځ د زغم او ورورولۍ فضا جوړه کړي. پادري سرفراز پیټر وایي دوی په خپل دې مقصد کې بریالي دي او د پښتونخوا په دیر، پاړاچنار، ډېره اسماعیل خان، بنو او نورو سیمو کې یې د مذهبي روادارۍ په اړه کار ډېر ښه روان دی، خو وایي مذهبي توندروي بیا هم یو خطر دی:

"دا ترهګري چې ده دا کنټرول کول خو زموږ په لاس کې نه ده، پکار دی چې حکومت نور هم مخکې راشي او ترهګري کنټرول کړي".

په خبري غونډه کې ډاکټر حافظ عبدالغفور هم برخه اخیستې وه، چې په پاکستان کې د مذهبونو د نړیوال کونسل غړی دی. ښاغلی عبدالغفور وایي چرنجیت سینګ د دوی یو ډېر متحرک ملګری وو، خو وایي په دوکان کې ناست وو حلاله روزي یې ګټله، چې بې ګناه و وژل شو:

"زموږ مقصد دا دی چې د سپریم کورټ له حکم سره سم دې د اقلیتونو لپاره د سپېشل فورس [ځانګړي ځواک] بندوبست وشي او د هغه په رڼا کې پر شوې فیصلې دي عمل وشي، همدارنګه د چرنجیت سینګ قاتلان دې بې نقاب کړای شي او په سزا دې و رسول شي".

د هندو لږکیو یو مشر هارون سرندیال هم اقلیتونو ته پر ور پېښو خطرونو اندېښمن دی. ښاغلي سرندیال وي.او.اې ډیوه ته وویل، په پاکستان خصوصاً په پښتونخوا کې اوس د مذهبي اقلیتونو مشران خوندي نه دي:

"مطلب دا دی چې اوس به د بل سړي نمبر وي او له هغه نه پس به د بل [د وژنې] نمبر وي".

ښاغلی سرندیال وایي د ۲۰۱۴م کال د جون په ۱۹مه چې ستر عدالت حکومت ته د ځانګړي ځواک د جوړولو لارښود یا هدایتنامه جاري کړې وو، چې وایي په هغه کې له تعلیمي نصابه د کرکجن مواد لرې کول دي، د مذهبي مقاماتو او مذهبي اقلیتونو ژغورنه وه، د مذهبونو تر منځ د کرکو ختمولو اقدامات وو او په دې اړه د یوه مرکزي او صوبایي کمېشن د جوړېدو امر شوی وو خو پر دې یوه هم تر اوسه عمل نه دی شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG