لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بادغیس:نښته کې پینځه افغان پوځیان اؤ شپږ طالبان وژل شوي


دافغانستان په بادغیس ولایت کې د افغانستان دملي اردو اؤ طالبانو ترمینځ نښته کې پینځه افغان پوځیان اؤ شپږ طالبان وژل شوي .

د بادغیس د ولایتي شورا مشرعبدالعزیز بېک وایي دغه نښته په قرچغي سیمه کې د ملي اردو په یوه پوسته د طالبانو د برید په مهال شوې ده.

په دې وروستیو کې طالبانو دافغانستان بیلابیلو سیمو کې دالخندق په نامه نوې جګړې پیل کړي اؤ په افغان پوځ اؤ پولیسو یې د خپلو بریدونو لړۍ چټک کړې ده.

دافغانستان خبري اژانس پژواک دسیمې د یو اوسیدونکي له خولې لیکلي چې دڅلورو پوځیانو مړي‌اؤ درې زخمیان یې پخپلو سترګو لیدلي دي.
له دې یوه ورځ وړاندې په جوزجان ولایت کې هم طالبانو په امنیتي سرتیرو بریدونه کړي وؤ چې پکې درې سرتیري وژل شوي ږ

دافغانستان ولسمشر اشرف غني دمارچ په میاشت کې طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې که چرې هغوئ سولې ته حاضر شي نو د یو لړ نورو امتیازاتو ترڅنګ به ورته ټولټاکنو کې دبرخهې اخستو شرائط هم برابر کړي.

خو طالبانو تر اوږد ځنډ وورسته افغان دولت ته د سولې د وړاندیز جواب په “نا” کې ورکړو اؤ تیره میاشت یې اعلان وکړو چې ترهغې له جنګونو لاس نه اخلي ترڅو چې بهرني عسکر په بشپړ ډول دافغانستان څخه وتلي نه وي.

کابل د طالبانو دمرستې تور په اسلام اباد لګوي اؤ وایي چې پاکستان نه غواړي افغانستان کې امن ټینګ شي خو پاکستان بیا وایي افغانستان کې امن ترهر چا زیات د پاکستان په ګټه دی اؤ دناامنیو ذمه وار پخپله افغان دولت دی.

XS
SM
MD
LG