لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني د روژې د ۲۷م نه تر اختر پينځمې پورې اوربند اعلان کړو


د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي "د افغانستان اسلامي جمهوري رياست د افغان علماؤ د تاريخي فتوې په رڼا کې د روژې د مياشتې د ۲۷م نه تر د وړوکي اختر پينځمې پورې د اوربند اعلان کوي".

افغان ولسمشر اشرف غني په ټويټرليکلي، "فتوا کې ویل شوي چې تشدد او ځانمرګي بریدونه نه يواځې د اسلام پرضد دي بلکې زمونږ مذهب يې په سختۍ سره منع کوي".

نوموړي د يادې فتوی هرکلی کړی چې يواځې ریاست د جهاد اعلان کولی شي.

اشرف غني په بل ټويټ کې ويلي، "افغان دفاعي او ملي امنيت ځواکونه به يواځې د افغان وسله والو طالبانو پرضد عمليات ودروي خو داعش او نورې بهرنۍ ترهګرې ملاتړې ډلې او همکاران به یې په هدف کوي".

ولسمشر زیاته کړې، " اوربند طالبانو ته یوه موقع برابروي چې دوی پوهه شي د تشدد د عملياتو د لارې زړونه او ذهنونه نه شي ګټلی بلکې افغان اولس د دوی څخه لرې ووځي".

نوموړي په بل ټویټ کې ویلي، " د اوربند اعلان د افغان حکومت د پياوړتيا او د اولس د افغان جګړې نه سولې پله د ارادې څرګندونه کوي".

د افغانستان دوه زرو علماؤ د دوشنبې، ګل په ورځ فتوا کې ځانمرګي بريدونه حرام او په افغانستان کې جګړا ناروا بللې وه.

علماؤ په فتوا کې په طالبانو د سولې بهير ته د راتلو غږ هم کړی ؤ.

اشرف غنې په هغه وخت د فتوې هرکلی کړی او طالبانو ورته په غبرګون کې امريکايي پروسه ويلي.

د افغان ولسمشر د اوربند اعلان ته په سمدستي ډول د طالبانو لخوا لا کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG