لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دافغان ځواکونو عملیاتو کې د۱۷پاکستانیانو په ګډون۳۳طالبان وژل شوي


امنیتي چارواکي وایي دافغانستان په ختیزو ولایتونو پکتیا اؤ ننګرهار کې امنتیي ځواکونو سره نښتو کې د ۱۷پاکستانیانو په ګډون ۳۳طالبان وژل شوي اؤ یو شمیر نور ژوبل شوي دي‌.

دافغانستان خبري اژانس پژواک د پکتیا د امنیه قوماندانۍ امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي له خولې ویلی چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ډاګ نومي سیمه کې د پولیسو پر يوه پوسته بريد وکړو.

د هغه په وينا، دغه بريدونه د دولتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول، چې په ترڅ کې يې د ١١ؤ پاکستانيانو په ګډون ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول.

هغه ویلي له يادو کسانو څخه د ۸ تنو مړي د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا د دغه ولايت مرکز ګردېز ته لېږدول شوي دي.

دغه امنیتي چارواکي ویلي په بريد کې درې سيمه ييز پولیس هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

پژواک وایي په عین حال کې دپاکستان سره په پوله د پروت ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو په عملياتو کې د شپږو پاکستانيانو په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي ویلي چې د حصارک ولسوالۍ په ګلوخېلو سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړل.

د والي ویاند ویلي د يادو عملیاتو په ترڅ کې د شپږو پاکستانيانو په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى يوه اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم له منځه یوړل شول.

د ده په وينا، په وژل شویو پاکستانيانو کې د هغوى قوماندان او ماین جوړونکى معاویه وزیرستانى هم شامل دى.

د خوږياڼي په وينا، وسله والو طالبان د حصارک ولسوالۍ پر مرکز او یو شمېر پوستو د برید په موخه را ټول شوي وو، خو تر برید وړاندې پرې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات تر سره کړل او د هغوى دغه پلان يې شنډ کړ.

طالبانو لا تر دې مهاله ددغو بریدونو په هکله څه نه دي ویلي .

افغان چارواکي دامنیتي ځواکونو په بریدونو کې دطالبانو د وژنې دغه دعوې وروسته له هغې کړي چې یوازې یوه ورځ له مخه افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو سره په یو اړخیز ډول د روژې د۲۷م نه دکوچني اختر تر پینځمې ورځې طالبانو سره په یو اړخیز ډول د اوربند اعلان وکړو

کابل اؤ واشنګټن دتیرې څه دپاسه یوې لسیزې راهسې په اسلام اباد طالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو سره دمرستې تورونه لګوي خو پاکستان دغه تورونه نه مني اؤ وایي افغانستان کې روانه بدامني دافغان دولت کورنۍ کمزوري ده

XS
SM
MD
LG