لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ ارسي پي:دپوځ لخوا خبریالان دریاست مخالفو په ډول ښودل داندېښنو ډک عمل دی


په پاکستان کې دبشري حقونو دڅارنې سازمان هیومن رائټس کمیشن اف پاکستان دپاکستان دپوځ لخوا د ځینو خبریالانو اؤ د ټولنیزو رسنیو دفعالینو دنومونو اؤ عکسونو د ریاست مخالفو په توګه ښودلو باندې ‌ژورې اندیښنې ښکاره کړي دي.

ایچ ار سي پي‌ وایي دپاکستان په ریاست نیوکي کوونکي خلک چې په مرموز ډول د امنیټي ځواکونو له لوري څنګه په پرله پسې ډول په نخښه کیږي دا یو بوګنوونکی اؤ د اندېښنې وړ عمل دی.

پخپل یو بیان کې دبشري حقونو د څار دغه سازمان دخبریالې اؤ مدني فعالې ګل بخاري په پورته کیدلو هم خفګان ښودلی اؤ ویلي یې دي‌”هرڅو که ګل بخاري روغه رمټه خپل کورته ستنه شوې خو په څه ډول چې هغه د لاهور چاوڼۍ څخه یو ناساپه پورته کړل شوې وه ددې څڅه باید دا حقیقت واضحه شي چې پاکستان کې په زوره بې درکه کول اوس د معمول یو کار جوړ شوی دی”

د ایچ ار سي پي مشر ډاکټر مهدي حسن ویلي داسې تاکتیکونه دهاغو خلکو د ویرؤلو یوه اسانه لاره ده چې دقانون پځایې کوونکو ادارو د تګلارو سره اتفاق نه کوي

ډاکټر مهدي حسن ویلي روانه اوونۍ کې د پوځ دویاند میجر جنرال اصف غفور لخوا دیو مطبوعاتي کانفرنس په مهال په سوشل میډیا د فعالو کسانو نومونه اؤ انځورونه خلکو ته د ریاست د مخالفو په توګه وښودل شول چې ایچ ار سي‌ پي په دې خبره سختې اندېښنې لري.

تر دې وړاندې دپاکستاني خبریالانو مرکزي اتحادیې هم د پوځي ویاند لخوا خپل پریس کانفرنس کې په سوشل میډیا د فعاله صحافیانو د ریاست مخالفه په یادؤلو اندیښنې ښودلي اؤ د پوځ نه یې غوښتنه کړې چې خپل دغه بیان بیرته واخلي.

ډاکټر مهدي حسن ویلي ایچ ار سي پي ته ددې خبرې په شدت سره احساس دی چې هیواد کې له وړاندې څخه د کمزوري جمهوري نظام د ژغورنې دپاره عامې ټولټاکنې تر ټولو زیاتې مهمې دي.

هغه ویلي په یو داسې وخت کې چې ټولټاکنو ته د دوؤ میاشتو څخه هم لږه موده پاتې شوې ده یو بې کچه ناوړه وضعیت په وړاندې لیدل کیږي.

دهغه په وینا “یو وړوکي شان سیاسي اختلاف هم په ځانګړي دول چې هغه د خبریالانو یا د ټولنیزو رسنیو دفعالینو لخو اوي “د ریاست مخالف “ګرځول کیږي اؤ بیا ددغو خلکو ژوند د ګواښونو اؤ خطرو سره مخ کیږي”

دپاکستان پوځي ویاند اصف غفور خبري غونډې ته د وېنا په مهال د ژورنالسټانو نومونه وړاندې کړي او ویلي يې وؤ په سوشل ميډيا د دغو اکاؤنټونو څارنه کيږي ځکه چې دوئ د پوځ، ايي اېس ايي پرضد پروپېګنده او د رياست پرضد خبرې کوي.

د پوځي وياند دغه بيان ته نه يوازې په پاکستان کې سخت غبرګون ویل شوی بلکې د خبریالانو د ژغورنې نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېک جرنلسټس (سي پي جی) د جنرال غفور د وېنا غندنه کړې او غوښتنه یې کړې چې هغه دې په خپلو خبرو بخښنه وغواړي.

د پوځي وياند د څرګندونو وروستو په لاهور کې يوه ژورنالسټه او فعاله ګل بخاري د شپې په مهال هغه وخت تښتول شوې وه چې هغه په ټي وي (وقت نيوز) باندې پروګرام کولو له په ګاډي کې روانه وه.

د بخاري د تښتولو پرضد په ټولنيزو رسنيو د سخت غبرګون وروستو هغه څو ساعته وروستو راخوشې کړی شوې وه او هم په لاهور کې په یو بل ژورنالسټ اسدکهرل په پټو مخونو کسانو سخت تشدد کړی ؤ.

د سي پي جی یو چارواکي سټېون بټلر ويلي، د جنرال غفور وېنا د خبریالانو ژوندونه د خطر سره مخامخ کړي دي. "د هغو ژورنالسټانو تصویرونه ښکاره کول چې د پاکستان خلاف د پروپېګنډې تور پرې لګېدلی، دا داسې ده لکه چې د هغوي په ملاګانو د هدف نشان ولګول شي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG