لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له اسلام اباده د پي ټي ایم نیول شوي ۳۷ پلویان لا په اډیاله زندان کې بندیان دي


د جون په ۵مه چې لسګونو پښتنو ځوانانو په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر علي وزیر پر کور د وسلوالو طالبانو د برید په ضد په اسلام اباد کې احتجاج کاوه، نو له هغوی څخه ۳۷ تنه پولیسو ونیول چې تر اوسه د پینډۍ په اډیاله زندان کې بندیان دي.

د نیول شویو ځوانان یو ملګري عبدالحمید وي.او.اې ډیوه ته وویل چې په نیولو شویو کسانو کې د ګومل او قایداعظم پوهنتون زده کوونکي شامل دي او د را خوشي کېدو غوښتنه یې کوي:

"په دوی کې اکثر زده کوونکي دي، د پي ایچ ډي سکالرز دي پکې چې تیسیز یې شروع دي، د ایم فِل او ایم ایس کسان هم پکې شامل دي، د ایم ایس سي یا بي ایس د زده کوونکو امتحانونه شروع دي چې څه پرچې یې پاته وې".

دغه نیول شوي کسان اکثر د بېلابېلو پوهنتونونو زده کوونکي دي او ځینې یې په دغو ورځو کې امتحانونه هم لري، چې پولیسو پاکستاني پوځ او ادارو ته د پاروونکو ویناوو او شعارونو په تور نیولي او د رپوټونو په اساس دوی عدالت ته له وړاندې کولو پرته په څورلس ورځني ریمانډ زندان ته لېږلي دي.

پولیسو د دغو کسانو په ضد د پوځ او ریاست په خلاف د کرکې خپرولو او نورې مقدمې درج کړې دي. د قانوني چارو پوهان وایي پولیسو د دغو زده کوونکو په ضد غلطې مقدمې درج کړې دي. قانونپوه قاضي انور په دې اړه وي.او.اې ډیوه ته وویل د خپلو حقونو لپاره د ږغ پورته کوونکو په ضد مقدمه غیرقانوني عمل دی:

"ریاست-ضد کار خو دا دی چې یو سړی وایي زه دا پاکستان نه منم یا د ځینو دا عقیده ده چې وایي د پاکستان جوړښت غلط دی هغه تر څه حده په ریاست-ضد عمل کې راتلای شي، خو که له یو اقلیتي صوبې یا اقلیتي قوم سره څه زیاتی کېږي دا [احتجاج] خو د هغوی حق دی".

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل پلوی بریال وطنپال وایي، پولیس او د اډیاله زندان انتظامیه ورته اجازت نه ورکوي، چې له خپلو بندي ملګرو سره وویني. وطنپال وایي ملګري یې نن عدالت ته وړاندې شوي خو وایي د سرکاري وکیل د نشتوالي له کبله د مقدمې اورېدنه سبا ته ځنډول شوې:

"موږ له اولې ورځې لګیا یو د ضمانت لپاره مو درخواست ورکړی دی، په اوله ورځ یې دوی عدالت ته پېش نه کړل، نن یې پېش کړل خو سرکاري وکیل نه وو، عدالت ویل که سبا سرکاري وکیل وکالتنامه جمع نه کړي نو د موجودو معلوماتو په بنیاد به د دوی د ضمانت پرېکړه وکړي".

د یادونې وړ ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو په ضد په تېرو درو میاشتو کې د پاکستان په کلاسیف الله، کوټه، سوات، بنو او مرکز اسلام اباد کې د پوځ او ریاستي ادارو په ضد د ویناوو او شعارونو په ضد مقدمې درج شوې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر محسن داوړ هم د زیارت- پنجشنبې په ورځ له شمالي وزیرستانه د درو میاشتو لپاره و ایستل شو او د تحریک د مشر منظور پښتین په وینا په میرعلي کې د وروستیو هدفي وژنو په ضد د احتجاجي ناستې څو منتظمین یې دوې ورځې وړاندې پاکستاني پوځ وړي او لا یې هم نه دي خوشي کړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG