لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کالاباغ ډیم:مشرقاضي وایي اوس به پرمخ ځو،محکمه به خپل کردار اداکوي


دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار د کالا باغ ډیم په اړوند د خواست اوریدنې په مهال ویلي اوس به ستره محکمه د ډیمونو جوړؤلو په هکله مخ په وړاندې ځي اؤ خپل کردار به ترسره کوي.

دشبنې په ورځ په کراچۍ کې د سترې محکمې په څانګه کې دکالا باغ ډیم جوړؤلو په بابله د ظفرالله نومې قانوندان د خواست په مهال مشر قاضي وویل” مونږ دا مهال پاکستان کې دکالاباغ ډیم د جوړیدو خبره نه کوؤ بلکې دا ګورو چې د اوبو په کمښت قابو څنګه موندلی شو”

مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار وویل مونږ هوډ کړی چې د اوبو کمښت به له مینځه وړو ،اوس مونږ یو بند جوړوؤ چې هغې کې به داعتزاز حسن اؤ نورو کارپوهانو خدمات اخستی شي.

مشر قاضي وویل د کوچني اختر څخه وروسته به ستره محکمه د قانون اؤ انصاف دمحکمې یو سیمینار کوي اؤ په دغه سیمینار کې به د پوهانو څخه رایې اؤ وړاندیزونه اخلي.

د اوریدنې په مهال مشر قاضي خواست کوونکي ته وویل هغه باید ووایي هیواد کې د اوبو بندونه په څنګه ډول جوړ شي ؟

دمشرقاضي وینا وه چې هیواد کې دقانون جوړولو توان ختم شوی دی د قانون اؤ انصاف دکمیسیون د لارې قانون جوړیدلی اؤ پارلیمان ته وړاندیز کیدلی شي ،که چرې قام واک ورکړي نو ستره محکمه چمتو ده چې د نوؤ ډیمونو په جوړؤلو کې خپل رول ادا کړي.

د اوریدنې په مهال د واپدا پخوانی مشر ظفرمحمود سترې محکمې ته وړاندې شو ، سترې محکمې له څخه وپوښتل د اوبو کموت باید څنګه پوره کړل شي.

ظفر محمود د محکمې په خونه کې په لویه پرده د کالاباغ ډیم په اړوند احوال تیر کړو اؤ وئ ویل دکالاباغ بند په هکله خلک په بشپړ ډول خبرتیا نه لري اؤ د همدې شخړې له امله هغه د واپډا د مشر د کرسۍ نه استعفا ورکړې وه.

هغه وویل دچاپیریال دبدلون له امله پاکستان کې سیلابونه رامات شوي، واورې ګټان په چټکتیا سره ویلي کیږي.

د واپډا پخواني چئیرمین وویل “هند د راوي ،ستلیج اؤ بیاس سیندونو په اوبو قبضه کړې ده اؤ د سندهـ طاس تړون له امله هم ګواښونه راپېښ دي ، کله چې سیلاب راځي نو هند اوبه خوشی کولی شي اؤ د هند په بندونو کې په تکنیکي‌ډول هم د زیاتو اوبو د ساتلو ګنجائش شته”

هغه وویل هند به اوس په پرله پسې ډول د اوبو په بندؤلو دپاکستان تنګولو هڅه کوي.

مشر قاضي وپوښتل چې ژوند کې تر ټولو زیات ارزښت د اوبو دی باید وویل شي چې محکمه دې کې څه رول ترسره کولی شي؟

طفر محمود محکمې ته وویل چې کوټ کې اوبه دومره لاندې تللي دي چې په بیا بحالولو یې ۲۰۰کاله مصرف کیدلی شي ، په دې مشر قاضي وویل بیا خو به ۱۰ کاله وروسته کوټه کې د څښلو اوبه هم نه وي اؤ خلکو ته به مجبوراُ له کوټې هجرت کول وي.

د واپډا پخواني مشر محکمې ته ویلي چې په تیرو وختونو کې ټولو حکومتونو د نوؤ بندونو جوړؤلو په لړ کې د مجرمانه غفلت څخه کار اخستی.

مشر قاضي وویل چې وروسته له دې به اوس محکمه خپل رول ترسره کوي.

درې ورځې وړاندې د عوامي نیشنل پارټۍ وتلي مشر غلام احمد بلور د سترې محکمې لخوا دکالاباغ ډیم په اړوند دخواست په اوریدنه اندېښنه ښکاره کړې وه اؤ ویلي یې وؤ‌ “سپریم کورټ ته دا معلومات نه شته چې درې واړو صوبو ددې پرخلاف قراردادونه پاس کړیدي؟ دا نه تخنیکي او نه قومي مسله ده بلکې دا یوه انساني مسله ده. په دې کې مونږ هم تباه کېږو او سېندهـ هم”

کالا باغ ډیم په پاکستان کې یوه داسې لانجمنه منصوبه ده چې د جوړیدو په ضد یې په کال ۱۹۸۸م کې په خېبرپښتونخوا، په کال ۱۹۹۴ کې په بلوچستان او په کال ۲۰۱۲م کې په څلورم ځل په سندهـ اسمبلۍ کې متفقه قراردادونه منظور کړی شوي دي .

خو په کال ۲۰۱۲م کې دپنجاب ایالتي محکمې ددغه لانجمن بند د جوړؤلو امر کړی ؤ چې دغې پریکړې د هیواد د دریوؤ صوبو پښتونخوا،بلوچستان اؤ سندهـ سخت مخالفتونه راپارولي وؤ.

د پاکستان پنجاب صوبې ځینو سیاسي مشرانو تل ددغه ډېم د جوړېدو غږ پورته کړی او وایي چې د دې ډېم له جوړېدو سره به د هېواد دغې غټې صوبې ته ډېره ګټه ورسېږي.

پنجاب دا تورونه هم ردوي چې ګنې دا کار یواځې د خپلې صوبې د ځانګړو ګټو لپاره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG