لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بدخشان:دطالبانو ډله ییز برید کې دملي اردو۱۸سرتیري اؤ۱۲طالبان وژل شوي


سیمه ییز چارواکي وایي طالبانو دافغانستان په بدخشان ولایت کې په یوه امنیتي پوسته برید کړی چې پکې د ملي اردو ۱۸سرتیري وژل شوي دي اؤ طالبانو دغه پوسته خپل لاسته راوړې ده.

طالبانو بدخشان کې دملي اردو دغه عسکر په داسې حال کې په نخښه کړي چې افغان دولت طالبانو سره د روژې د۲۷مې نه داختر تر پینځمې ورځې اؤ طالبانو یوازې د اختر په درېوؤ ورځو کې د اور بند اعلان کړی دی.

خو د اوربند ددغه اعلان سره سم طالبانو په افغان ځواکونو خپلو بریدونو کې چټکتیا هم راوستې چې تر دې مهاله پکې د سوؤنو افغان عسکرو د وژل کیدلو اؤ‌ ژوبل کیدلو دعوې شوي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي رسنیو ته ویلي چې طالبانو دغه تازه برید تیره شپه دجرم ولسوالۍ شیخ ولول سیمه کې د ملي اردو په پوسته کړی اؤ ملي اردو ته یې سخت زیان اړولی دی.

هغه منلې چې دطالبانو په دغه ډله ییز برید کې د ملي اردو۱۸ سرتیري اؤ ۱۲ طالبان وژل شوي اؤ طالبانو د یادې پوستې نه دافغان پوځ ټولې وسلې اؤ نور وسائل د ځان سره وړي دي دي.

افغان چارواکي دعوه کوي چې په بدخشان کې طالبان اؤ دداعش ترهګر خپل مرکزونه لري اؤ دوئ سره دغلته د مختلفو هیوادونو تندروه ترهګر پټ شوي دي.

جرم ولسوالي په بدخشان کې دطالبانو پیاوړی مرکز ګڼل کیږي اؤ سږکال داپریل په اوومه نېټه هم افغان ځواکونو په جرم ولسوالۍ کې دطالبانو په ځالو بمباري کړې وه چې پکې افغان دولت د ګڼ شمیر طالبانو د وژل کیدو ادعا کړې وه.

افغانستان کې دامریکايي اؤ ناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن (چې اوس یې دماموریت موده سرته رسیدلې)د روان کال په پیل کې ویلي وؤ چې طالبانو سره په جګړه کې له ماتې خوړلو پرته بله هیڅ لاره نشته ،

هغه خبرداری ورکړی دی چې روان کال کې به دطالبانو په ضد زمکنیو اؤ هوایي بریدونو کې نوره چټکیا هم ولیدل ش

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG