لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامدکرزی:تپل شوې جګړه کې افغانان مري،دولت اؤ طالبان دې اوربند وغځوي


دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغان دولت اؤ طالبانو غږ کړی چې افغانانو ته دهوسا ژوند ورکولو په خاطر باید اعلان شوی څو ورځنی اوربند نور هم وغځوي.

د کوچني اختر په مناسبت مطبوعاتو ته پخپل لیږلي پیغام کې ښاغلي کرزي ویلي په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو خپله نه بلکې په دوئ تپل شوې جګړه ده چې هره ورځ پکې افغانان وژل کیږي.

پخواني ولسمشر ویلي” په افغانانو د تپل شوې جګړې نه دخلاصون په خاطر په دولت اؤ طالبانو غږ کووم چې نور باید له جګړو اؤ بمباریو څخه لاس واخلي اؤ دخبرو اترو دلارې دې د دائمي سولې لاره ولټوي”

پخپل دغه پیغام کې ښاغلي حامد کرزي ټول افغان ولس ته د کوچني اختر د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ افغانستان کې د سولې اؤ امن په ټېنښکت ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي بهرني لاسونه غواړي چې افغانستان کې روانو جګړو ته لمن ووهي اؤ افغانانو کې د بې اتفاقۍ په پیدا کولو سره خپلو هدفونو ته ورسیږي.

هغه ویلي ټول افغانان باید د پردیو د پلمو نه ځانونه باخبره وساتي اؤ خپلو کې یووالي ته په ودې ورکولو باید نور د افغانستان دتباهۍ مخه ونیسي .

افغان دولت اؤ طالبانو د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان کړی خو ددغه اوربند نه وړاندې د دواړو خواؤ تر مینځ تودې نښتې شوې دي چې پکې په سلګونو طالبان اؤ افغان سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دحامد کرزي ترڅنګ دافغانستان ګڼ شمیر سیاسي مشرانو اؤ عام ولس هم د دولت اؤ طالبانو ترمینځ د لنډو ورځو د اوربند تود هرکلی کړی اؤ په ټولنیزو رسنیو یې له هغوئ غوښتي چې دا اوربند باید نور هم وغځوي خو طالبانو د ولس دغه غوښتنې ته لا ځواب نه دی ویلی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG