په پاکستان کې د وړوکي اختر په وومبۍ ورځ دبلوچستان ایالت سرښار کوئټه کې دملیشې په عسکرو وسله وال برید شوی چې پکې درې عسکر وژل شوي دي.
پولیس وایي دغه برید په سریاب روډ کلي بنګلزئ سره نزدې د لیويز یا ملیشې په عسکرو هغه مهال شوی چې دوئ په ګاډي کې ناست وؤ اؤ نامعلومو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې.
د ډزو نه وروسته برید کوونکي تښتیدلي اؤ په لویې شمیر امنیتي ځواکونه دپېښې ځایې ته رسیدلي دي.
په وژل شوؤ کې د دوؤ عسکرو پیژندګلو د انور اؤ نصیب الله په نومونو شوې ده.
تر دې مهاله دبرید پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې .
پولیس چارواکي وایي چې د برید نه وروسته امنییتي ځواکونو سیمه کې د لټونې عملیات پیل کړي خو لا یې ددغه پېښې په تړاؤ څوک نه دي نیولي.
دناقراره ایالت بلوچستان په سرښار کوئټه کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ په ۲۷مئ هم په سرکي روډ دنامعلومو وسله والو په ډزو کې دوه پولیس عسکر وژل شوي وؤ.
له دې وړاندې د روان کال په اتمه فرورۍ د کوئټې په درویش بلیلي سیمه کې په امنیتي ځواکونو یوه درنه بمي چاودنه شوې وه چې چې پکې ۶ امنیتي عسکر وژل شوي اؤ پینځه نور ژوبل شوي وؤ.
همدغه راز به ۱۴مه فرورۍ هم سریاب روډ کې د امنیتي ځواکونو په ګاډي نامعلومو وسله والو ډزې کړې وې چې ۴ عسکر پکې وژل شوي وؤ.