لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او نېټو د ولسمشر غني له خوا له طالبانو سره د اوربند غزولو د اعلان هرکلی کړی


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د افغان ولسمشر اشرف غني د اعلان هرکلی کړی، چې خپلو امنیتي ځواکونو ته یې د اوربند غزولو امر کړی او وسلوالو طالبانو ته یې یو ځل بیا د مذاکراتو وړاندیز کړی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې ښاغلي مایک پومپیو افغانانو ته د کوچني اختر په مناسبت نېکې هیلې څرګندې کړې او ویلي یې دي:

"موږ په اختر کې د اوربند هرکلی کوو. سږ کال افغانان د اختر ورځې او رخصتۍ د امن او ارامۍ په هیله له خپلو کورنیو سره یو ځای تېروي".

بل لور ته د نېټو ځواکونو ستر سیکرټر جیمز سټولټنبرګ هم د ولسمشر غني له خوا د اوربند غزولو د اعلان هرکلی کړی او دا یې د طالبانو لپاره د امن مذاکراتو ښه موقع بللې. ښاغلي سټولټنبرګ پر ټویټر لیکلي:

"دا د طالبانو لپاره یوه بېسارې موقع ده که دا وښيي چې ګواکې دوی یو پرامنه مستقبل غواړي، کوم چې د افغان ولس غوښتنه او حق دی".

د امریکې د بهرنیو چارو نوي وزیر پومپیو وایي، څنګه چې ولسمشر غني افغانانو ته په وروستۍ وینا کې دا خبره په ډاګه کړې، چې له وسلوالو سره په خبرو کې د نړیوالو ځواکونو او نړۍ کردار ضروري دی، نو امریکه هم د دغو مذاکراتو ملاتړ، مرسته او ګډون پکې کوي.

مایک پومپیو ویلي په افغانستان کې د جګړې او د وینو تویېدو پای ته رسېدل به ټولو افغانانو ته برابره ګټه ولري او وایي داسې اندازه ورته لګېدلې چې د اوربند او مذاکراتو په اړه د افغانستان هرې طبقې مثبت ردعمل څرګند کړی دی. ښاغلی پومپیو په اختر کې د اوربند په اړه وایي:

"موږ د اسلامي جمهوریه افغانستان د پوځي سرتېرو او پولیسو عکسونه ولیدل چې له طالبانو سره یې څنګ پر څنګ د اختر لمانځه کاوه. که افغانان ګډ لمونځونه سره کولای شي، نو د دوی مشران ګډې خبرې هم کولای شي او خپلو اختلافاتو ته د حل لاره لټولای شي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر په خپل پیغام کې ویلي، د امن لپاره پر خبرو اترو رضا کېدل د یوه متحد افغانستان د جوړېدو اراده څرګندوي چې ټول افغانان په امن او عزت سره ګډ ژوند پکې وکړي.

ښاغلی پومپیو وایي امریکه دې ته تیاره ده چې له افغان حکومت، طالبانو او افغان ولس سره په ګډه کار وکړي او د امن د راتګ لپاره رضامندي پیدا شي او د سیاسي حل په وسیله په افغانستان کې جګړه د همېشه لپاره پای ته ورسېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG