لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار: د اوربند پر لمانځونکو چاودنې ۲۶ تنه و وژل، ذمه واري یې داعش ډلې ومنله


د افغانستان په ننګرهار ولایت کې په پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږویشتو (۲۶) ته رسېدلی او تر پینځوسو زیات کسان پکې ټپیان شوي دي.

ولسمشر غني دغه چاودنه په کلکه غندلې او دا یې یو ستر انساني جرم بللی. د افغان حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر غني ویلي، د بېګناه انسانانو وژونکي غواړي د خپلو بادارانو د خوشالولو لپاره د افغانانو وینې توی کړي.

دغه چاودنه د خالي- شنبې په ماځیګر د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په امان الله خان ښارګوټي کې هغه مهال شوې، چې ځايي خلکو، افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو د اختر په مهال د اوربند خوشحالۍ لمانځلې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوږیاڼي وي.او.اې ته ویلي، چې په چاودنه کې وسلوال طالبان، افغان سرتېري او عام خلک وژل شوي دي. خوږیاڼی وایي چاودنه په داسې وخت کې شوې چې عامو خلکو له افغان سرتېرو او طالبانو سره عکسونه اخیستل.

افغان چارواکو دا ځانمرګی برید بللی، چې ذمه واري یې داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې ده. له دې ډلې سره تړلې اعماق خبري ایجنسۍ د داعش له خولې ویلي، چې د دې برید هدف د افغان ځواکونو یوه غونډه وه، خو وسلوالو طالبانو مخکې له مخکې په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د اختر د لومړۍ ورځې غوندې په دویمه ورځ هم ګڼ شمېر وسله وال طالبان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اوربند لمانځلو لپاره لویو ښارونو ته راغلي وو او د اوربند خوشالي یې له افغان ځواکونو او عامو افغانانو سره ولمانځله.

افغان حکومت د روژې د میاشتې له ۲۷مې د اختر تر ۵مې یواړخیز اوربند اعلان کړی وو، چې وروسته وسله والو طالبانو هم د اختر لومړۍ درې ورځې اوربند اعلان کړ. طالبانو ویلي چې د اختر په درو ورځو کې به پر افغان ځواکونو برید نه کوي خو پر بهرنیو ځواکونو به خپل بریدونه ونه دروي.

افغان ولسمشر اشرف غني د خالي په ورځ ملت ته له سرکاري ټیلیویژنه په وینا کې له طالبانو سره تر اختر وروسته هم تر ناڅرګندې مودې د اوربند غزولو اعلان وکړ او پر طالبانو یې هم ږغ وکړ چې د اوربند موده زیاته کړي. ولسمشر غني ویلي د اوربند په موده کې به د طالبانو د علاج او نورو اړتیاوو په برخه کې مرستې کوي او بندي طالبانو ته به له خپلو کورنیو سره د خبرو او لیدو اسانتیا برابره کړي.

د طالبانو درې ورځنی اوربند به په افغانستان کې نن د شپې د اختر له ختمېدو سره پای ته رسېږي، خو دوی لا د ولسمشر غني تازه وړاندیز ته په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د اختر په ورځو کې د اوربند تود هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې چې دغه اوربند دې پسې وغزول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG