لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو اؤ افغانستان په راتلونکي به دلنډ مهاله اوربند اغیزې څه وي؟


په افغانستان کې دطالبانو لخوا داختر په ورځو کې دولت سره دشوي درې ورځني اوربند دماتولو اعلان که هر څو د جنګونو نه د ستړي افغان اولس هېلې مړاوې کړي دي خو په ټولنیزو رسنیو د سولې اؤ اوربند په پلوۍ ختونکي غږونه ښایي چې که په نزدې ورځو کې نه وي ،څه موده وروسته خو طالبان به اولسي غبرګون په نتیجه کې یا خو سر دوباره اوربند ته مجبوریږي اؤ یا به هم پخپلو اندروني لیکو کې د انشار سره مخ کیږي.

که طالبان د اولس د فشار په نتیجه کې اوربند ته غاړه ږدي اؤ یا که د اوربند په معامله د خپل منځي اختلافاتو ښکار کیږي ددې کریډټ به دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني ته ځي.

کله چې اشرف غني د ۲۷ روژې نه د کوچنی اختر تر څلورمې ورځې طالبانو سره په یو اړخیز ډول د اوربند اعلان وکړو نو زیاتو نقادانو په هغه نیوکې وکړې چې هرکله طالبان اوربند اعلان نه کړي نو دافغان دولت یو اړخیز اوربند به د افغان ځواکونو د مسلح طالبانو مخې ته تش لاس د تړلو مترادف وي .

خو بیا چې په ټولنیزو رسنیو طالبانو نه هم د اوربند غوښتنې زرو ونیولو نو هغوئ په اولسې صفونو کې دخپل محبوبیت برقراره ساتلو دپاره پرته له دې بله لار نه لرله چې اختر کې د حکومتي اوربند په مقابل کې د اختر په دریوؤ ورځو کې له خپل لوري هم اوربند اعلان کړي.

دافغان دولت دور اندیشي وه چې ددغه درې ورځني اوربند څخه یې غوره استفاده وکړه ، ځایې پځایې یې دطالبانو اؤ دولتي ځواکونو ګډې دستورې راجوړې کړې ، طالبانو اؤ دولتي ځواکونو چې تل په یو بل مرۍ وررولي دي د اختر په ورځو کې یو بل ته سره ګلابونه وړکړل، هغه میرمنې چې دطالبانو د واکمنۍ په دور کې په درو وهل شوې وې ، بازارونو کې په ګرځیدو اؤ دفترونو کې په کار کولو یې بندیز لګیدلی ؤ دغو میرمنو طالبانو ته داختر په ورځو کې په سرونو شملې وتړلې اؤ طالبانو ورته داځل دخپلو سرو اؤ‌ وحشي سترګو پځایې خپلې په مسکا پرانستې شونډې وښودلې.

بیا هر کله چې د ملي یووالي اؤ خوښیو نه د ډکو شیبو دغه منظرونه د ویډیوګانو اؤ عکسونو دلارې په سوشل میډیا خپاره شول نو سولې اؤ امن ته تړی افغان اولس که د نړۍ په هره برخه کې ؤ دسولې اؤ‌امن هیلې یې نورې هم راوپاریدلې اؤ طالبانو اؤ دولت نه یې په ټولنیزو رسنیو د اوربند د غځولو غوښتنې پیل کړې .

دغه غوښتنې دومره موثر ثابت شوې چې د طالبانو د یوې ډلې ویډیو په سوشل میډیا مخې ته راغله په کوم کې چې دطالبانو یو ځایې مشر د خپلو وسله والو جنګیالو سره اعلان کوي چې نور به دافغان ځواکونو په ضد ونه جنګیږي.

ځینې مطبوعاتي راپورونه دا هم وایي چې د طالبانو څو لوړ پوړو مشرانو هم دخپل مشر ملا هئیت الله په دې خبرو د قانع کولو هڅه کړې ده چې که اوربند کې د پراختیا اعلان وکړي نو ددې لارې کولی شي چې د طالبانو په هکله افغان اولس کې پیدا شوی دا تاثر له مینځه یوسي چې دوئ دپردیو دګټو دپاره د خپلو خلکو وینې ناحقه توئیوي.

خو سرچینې وایي چې ملا هئیبت الله دغه تجویز سره ځکه اتفاق نه دی کړی چې که د اوربند لړۍ نوره وغځوي نو دغسې دطالبانو د لاندې کچې جنګیالي به په ازاده فضاء کې دګرځیدلو، دخپلو فامیلونو، خپلوانو اؤ عزیزانو مینځ ته په ورګډیدلو د سوله ییز ژوند خوند واخلي اؤ د مقاومت نه به پشا شي چې دا به دافغان دولت دتګلارې یوه ستریا بریا اؤ دطالبانو دپاره یوه ستره ماتې وي.

د طالبانو تحریک دخپل ویاند ذبیح الله مجاهد له لارې اعلان وکړو چې هغوئ اوربند نور نه غځوي اؤ د اوربند دټاکل شوې نیټې دسرته رسیدلو سره سم به بیرته په افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

دطالبانو لخوا د اوربند د اعلان ختمیدو سره سم افغان اولس په روان اوربند کې د لسو نورو ورځو د پراختیا اعلان کړی دی اؤ ددې تر څنګ یې داختر قام ته پخپله وینا کې ویلي چې افغان دولت تیار دی چې طالبانو سره دهغوئ په ټولو شرطونو حتی افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اؤ ګاونډیانو په رول هم خبرې وکړي .
هر څو که اولسمشر اشرف غني لخوا د اوربند غځولو وروستي اعلان ته طالبانو هیڅ غبرګون نه دی ښودلی خو دغه اعلان په امن خوښو قوتونو اؤ افغان اولس داخبره واضحه کړې ده چې افغان دولت نور په هر قیمت پخپله خاوره امن ټېنګول غواړي اؤ چمتو دی چې دامن له خاطره دطالبانو ټولې جائز غوښتنې ومني.
د افغان ولسمشر دغه دریځ دمعتدلو طالبانو همدردۍ هم ځانته راماتولی شي .
وړاندې که به طالبان یوازې د دولت دامن غوښتنې سره مخ وؤ نو اوس دوئ د اولس دامن د غوښتنې سره هم مخ شوي.

اؤ تر ټولو مهمه داده چې پخپل منځ کې یې هم دامن غوښتنې سر راپورته کړی ځکه نو اوس به طالبانو ته دامن له غوښتنې تیریدل د وړاندې وختونو په پرتله پخپله زیان رسوي ، ځکه چې دامن د غوښتنې په نظرانداز کولو به دغه تحریک د افغان اولس ترڅنګ د معتدلو طالب مشرانو اؤ عامو جنګیالو دمخالفت سره هم مخ کیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG