لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي له پاکستان څخه دکډوالو دراستنیدو کچه ټیټه شوې


دکډوالواو راستنیدونکو چارو وزارت دمعلوماتو پربنسټ د روان میلادي کال کې له پيل څخه ۲۰زره نه زیات افغان ګډوال له پاکستان څخه ستانه شوي دي.

دافغانستان دکډوالواو راستنیدوونکو چارو وزارت وایي د روان ۲۰۱۸ میلادي کال له پیل څخه تر دې دمه ۳ لکه څلویښت زره شل تنه افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي.

دکډوالواوراستنیدونکوچارو وزیرسید حسین عالمي بلخي دکډوالو دنړیوالې ورځې دلمانځلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته دسه شنبې په ورځ ویلي په روان میلادي کال کې له اروپايي هیوادونو ځخه ۲۴۶ کډوال ډیپورټ شوي او۹۵۵تنه کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

نوموړي وړاندې وویل:((له اروپايي،اسیايي اوګاونډيوهیوادونو څخه په روان کال کې ۳۳۲۴۵۳ تنه افغانستان ته راستانه شوي کډوال لرو چې له دې شمیر څخه له پاکستان او ایران څخه ۳۲۰۰۴۰ تنه اسناد لرونکي کډوال اوله اروپايي هیوادونو څخه ۹۵۵ تنه په خپله خوښه راستانه شوي کډوال لرواو ۲۴۶ تنه کډوال ډیپورټ شوي دي.))

دکډوالواوراستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حافظ احمد میاخیل له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي دتیر کال په پرتله په روان میلادي کال کې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو دستنیدوپه شمیر کې ۵۰ سلنه کموالی راغلي خو برعکس له ایران څخه دستنیدنې کچه زیاته شوې ده.

میاخیل وویل :((دتیرکال په پرتله د راستنیدنې په پروسه کې کوم ځانګړی توپیرنشته،له ایران څخه دکډوالو د راستنیدنې کچه لوړه شوې خو برعکس له پاکستان څخه دغه کچه ډيره راټیټه ده او شاوخوا ۵۰ سلنه له پاکستان څخه دافغان کډوالو د ستنیدو کچه ټیټه شوې ده.))

میاخیل زیاته کړه چې له ۳۴۰ زره نه زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي چې له ۹۰ سلنه یې له ایران څخه راستانه شوي افغان کدوال دي.

نوموړي وویل :((له روان میلادي کال دپیل څخه له ۳۴۰ زرو نه زیات زمونږ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هیواد ته راستانه شوي چې په دې کې له ۲۰ زره نه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه دي او پاتې نور له ایرانه راستانه شوي دي.))

دافغانستان دکډوالو او راستنیدنې چارو وزارت ویلي دا مهال له ۶ میلیونو څخه زیات افغان کډوال دنړۍ په بیلابیلو هیوادونوکې میشت دي اوله دې شمیر څخه نږدې ۲ میلیونه افغان کډوال یوازې په پاکستان کې دکډوالۍ ژوند کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG