لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود خان اڅکزی: موږ دې څوک نه مجبوره کوي چې سړکونو ته را ووځو


پښتونخوا ملي عوامي ګوند خبرداری ورکړی چې که په اډیاله زندان کې د دوی د ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ بندي ۳۷ پښتانه ځوانان را خوشي نه کړل شول، نو دوی به په ټول پاکستان او پایتخت اسلام اباد کې احتجاجونه پیل کړي.

د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ګل- دوشنبې په ورځ د اختر په درېیمه په خپل کلي ګلستان کې د زرګونو خلکو جلسې ته په وینا کې وویل، د پاکستان آیین هر چاته اجازه ورکوي، چې د ظلم او جبر خلاف ګوند جوړ کړي او غونډې وکړي:

"په اسلام اباد کې خلکو د پي ټي ایم د خلکو په حمایت کې جلوس را وایست ۳۷ کسان ونیول شول، وروره په جېلو نه کېږي، ظلم به وکړې او دغومره ظلم به وکړې لکه فرعون چې وکړ نو فرعون څه شو. موږ به دې ته نه مجبوره کوې چې سړکونو ته را ووځو".

بل لور ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر خورشید کاکاجي د نهې- سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د اډیاله زندان له ۳۷ بندیانو څخه ۲۸ یې د دوی د ګوند غړي دي. نوموړي ویلي چې که دغه بندیان خوشي نه شول په ټول پاکستان کې به احتجاجونه پیل کړي.

په اډیاله زندان کې بندي ځوان د بري نخښه جوړوي.
په اډیاله زندان کې بندي ځوان د بري نخښه جوړوي.

د وي.او.اې ډیوه له خبریال پیر ولایت شاه سره په ځانګړې مرکه کې ښاغلي خورشید کاکاجي ویلي، چې لومړی خو پر دغو کسانو په غیرقانوني توګه د بغاوت او ترهګرۍ دفعې لګېدلې دي او بیا په جېل کې ناوړه چلند ورسره کېږي، چې څوک لیدو ته هم نه ور پرېښوول کېږي:

"که د اسلام اباد انتظامیه او عدالتونه داسې یوه لار اخلي چې زموږ بېګناه ګرفتار شوي کسان ژر را پرېښودل کېږي بیا هیڅ ضرورت نه محسوسوو چې د احتجاجونو او پرلت لار واخلو".

خورشید کاکاجي وایي نیول شوي اکثر کسان د پوهنتونونو زده کوونکي او ځینې پي ایچ ډي ډاکټران دي، خو دوی د جون په ۵مه لا احتجاج هم نه وو پیل کړی چې ونیول شول. نوموړی له سیاسي ګوندونو غوښتنه کوي چې د دغو کسانو د بندي کېدو په ضد ږغ پورته کړي.

"څوک چې ترهګري کوي هغوی ازاد دي او څوک چې د ترهګرۍ په خلاف په میدان کې ولاړ دي پر هغوی د ترهګرۍ مقدمې جوړېږي. موږ هیله من وو چې د قانوني چارو په نتیجه کې به دوی ته ضمانتونه ورکړي، مقدمې به بیرته واخلي او د خپل غفلت احساس به ورته وشي، خو دوی لا هم بندیان دي".

د اختر په لومړۍ په لورالای کې د اډیاله د بندیانو په ملاتړ انساني ځنځیر.
د اختر په لومړۍ په لورالای کې د اډیاله د بندیانو په ملاتړ انساني ځنځیر.

د پاکستان د ځینو سیاسي مشرانو غوندې په نړیواله کچه هم د دغو ۳۷ کسانو د بندي کېدو او پر هغوی د بغاوت او ترهګرۍ د مقدمو غندنه شوې ده. ایمنیسټي انټرنېشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان د جون په ۱۴مه په خپل یوه رپوټ کې له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې وه، چې دغه کسان دې سمدستي او بې له کوم شرطه خوشي کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم وړمه ورځ خبرداری ورکړی چې که دغه ۳۷ بندیان د جون تر ۲۰مې خوشي نه کړل شول نو په ټول پاکستان کې به احتجاجي ناستې پیل کړي.

په اډیاله زندان کې له ۳۷ بندي کسانو څخه شاوخوا شل تنه یې د نهې- سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوه عدالت ته وړاندې کړل شوي، خو په مقدمه کې یې کوم پرمختګ نه دی شوی او سبا د شورو- چارشنبې په ورځ به بیا د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کېږي.

پر ټولنیزو رسنیو په خپاره شویو عکسونو کې لیدل کېږي چې د دغو بندي ځوانانو لاسونو ته زولنې لوېدلې دي او پولیس یې د بندیانو تورې لارۍ ته خېژوي او بیرته یې زندان ته وړي. په عکسونه کې دغه ځوانان لیدل کېږي چې خاندي او په ګوتو د بریالیتوب نخښې جوړوي.

د پینډۍ په اډیاله زندان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ۳۷ بندي ملاتړو لومړی د پاکستاني پوځ او ادارو په ضد د پاروونکو ویناوو په تور مقدمه درج شوې وه، خو د جون په ۱۳مه یې د هغوی په ضد د ترهګرۍ مقدمه هم درج کړه، چې اوس یې مقدمه په ترهګرۍ ضد عدالت کې چلېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG