لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان لوړ پوړي پلاوي د ايي اېس ايي مشر سره ليدلي


حنيف اتمر
حنيف اتمر

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنيف اتمر په مشرۍ د کورنيو چارو وزير او استخباراتي ادارې (اېن ډی اېس) مشر د پاکستان استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر سره ليدلي دي.

افغان لوړ پوړي پلاوي د نهې، سه شنبې په ورځ د پاکستان سفر کړی په دې موخه چې څنګه په ګډه په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې هڅې مخ په وړاندې بوتلی شي.

سرچینو وایس اف امريکا ته ویلي افغان پلاوي په اسلام اباد کې څو ساعته تېر کړي د ايي اېس ايي مشر سره يې په افغانستان کې د دولت او طالبانو د اوربند په تناظر کې خبرې اترې کړي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د روژې د ۲۷م نه تر وړوکي اختر د پينځمې پورې د يو اړخيز اوربند اعلان کړی او بيا طالبانو د اختر په درېو ورځو کې د اوربند اعلان کړی ؤ.

اشرف غني بيا د اوربند غځولو ويلي او طالبانو اوربند نه دی غځولی او تېره ورځ د افغانستان په ځینې برخو کې طالبانوپه افغان ځواکونو بريدونه کړي او نښتې يې ورسره هم شوي دي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور وايس اف امريکا سره د افغان پلاوي د پاکستان د سفر په اړوند ويلي دغه سفر د افغانستان او پاکستان د سولې دپاره د عمل پلان برخه ده.

نوموړي په دغه اړوند نور تفصیل نه دی ويلی.

د افغانستان او پاکستان کاري يا د عمل پلان د دوه اړخيزه تاؤ تريخوالي کمولو، امنيتي وضعې ښه کولو، استخباراتي، او ترهګرۍ پرضد هڅو ترڅنګ د اقتصادي مرستو په موخه جوړ کړی شوی دی.

افغان رسنيو ويلي د اتمر پلاوي غوښتل چې پاکستاني چارواکي طالبان دې ته اماده کړي چې اوربند وغځوي.

امریکا هم د تېرې يوې مودې نه په پاکستان فشار اچوي چې افغان طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کېښنولو کې خپل رول ولوبوي.

پاکستان وايي په افغان طالبانو اوس دومره اثر نه لري چې د دوی په وېنا د افغان دولت سره خبرو ته کېښني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG