لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سینیټ دکیلاش میرمنو نه په زوره د ویډیو کولو نوټس واخستو


دپاکستان سینیټ په چترال کې په سوشل میډیا د پېښور د ځوانان لخوا د کیلاش جینکو د زورؤنې د ویډیو مخې ته د راتلو نوټس اخستی اؤ دپلتڼو مرکزي ادارې ایف ایي ای ته یې ددغه پېښې د پلټنو امر کړی دی.

دتیرو څو ورځو راهسې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې د چترال کیلاش تهذیب سره تړاؤ لرونکې څو میرمنې په لاره روانې دي اؤ یو ځوان چې ځان دپېښور ښایي دهغوئ له منعې کولو باوجود په سپین سترګۍ دهغوئ ویډیو کوي.

دچهارشنبې په ورځ دپاکستان د سینیټ د کورنیو چارو دقائمه کمیټۍ مشر سینیټر رحمان ملک ددغه ویډیو په خپریدلو سخت قهریدلی اؤ ایف ایي ای ته یې امر کړی چې ددې ویډیو جوړونکی تن معلوم اؤ قانون ته یې وسپاري .

سنیټير رحمان ملک ویلي چې دمیرمنو په ډول زورؤل د زغم څخه بهر خبره ده ، ایف ایي ای باید یوه اوونۍ کې ددغه پېښې پلټنې وکړي اؤ‌ راپور دی د سینیټ قائمه کمیټۍ ته وړاندې کړي

په سوشل میډیا خپره شوې دغه ویډیو کې لیدل کیږي چې کیلاشي میرمنې د ویډیو جوړونکي ځوان ته وایي “که ته نه قلاریږې مونږ به پولیسو ته ووایو” خو دغه ځوان باندې د کیلاشو میرمنو سوالونه اؤ زارۍ هیڅ اثر نه کوي اؤ هغوئ ته وایي چې خپله پولیس دی اؤ له پولیسو نه ویریږي.

له دې وړاندې د چترال د پولیسو ضلعي مشر پرون په ټولنیزه رسنۍ فیس بک سپیناوی کړی ؤ چې دا ویډیو دوه کاله وړاندې جوړه شوې اؤ د پښتونخوا د ټولو ضلعو دپولیسو مشرانو ته یې پېښه کې د ککړ ځوان عکس لیږلی اؤ دهغه په نیولو کې یې ترې مرسته غوښتې ده.

دچترال د پولیسو مشر هم دانټرنیټي جرمونو د پلټنو ادارې څخه ددغه ویډیو جوړونکي په معلومولو کې د مرستې غوښته کړې ده.

خو په عین حال کې په سوشل میډیا ددغه ویډیو جوړونکي هلک یوه بله ویډیو هم مخې ته راغلې چې پکې هغه په دغه ویډیو جوړؤلو دخلکو نه معافي غواړي اؤ سپیناوي کوي چې دا ویډیو یې دوه کاله وړاندې جوړه کړې ده اؤ کیدی شي څه تیروتنې ترې پکې شوي وي.

په یوټیوب دغه ویډیو د ایمیل خان نومې تن د چینل نه خپره شوې ده اؤ په سوشل میډیا ددغه ویډیو جوړونکي تن داسې عکسونه خلکو خپاره کړي چې دتحریک انصاف ګوند خولۍ یې پسر ایښودلې ده .

له دغو عکسونو معلومیږي چې په ویډیو جوړؤلو کې ککړ تن د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره سیاسي تړاؤ لري

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG