لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوی کالنی رپوټ: پاکستان تر خپل رقیب هندوستان زیاتې اېټمي وسلې لري


په یو تازه رپوټ کې اندېښنه څرګنده شوې، چې له پاکستان سره د ټولې اېټمي وسلې شمېر له ۱۳۰ څخه تر ۱۴۰ پورې دی، په همدغه رپوټ کې د پاکستان له ګاونډي او رقیب هېواد هند سره د اېټمي وسلو شمېر له ۱۲۰ څخه تر ۱۳۰ پورې دی، خو د اسرایل د اېټمي وسلو شمېر بیا تر دغو دواړو هېوادونو کم او یواځې ۸۰ ښوول شوی دی.

رپوټ وایي پاکستان او هند په پرله پسې توګه خپلو اېټمي وسلو ته وده ورکوي او د نويو مځکنيو، سمندري او هوایي توغنديو د لېږدولو پر نويو سیسټمونو جوړولو کار کوي.

سېپري یا د سټاکهلم د امن څېړنو نړیواله اداره خپل کالنی رپوټ خپور کړی دی، چې په هغه کې یې د نړۍ د اېټمي اثاثو د پرمختګ جاج اخیستی دی او یوه بنیادي خبره دا پکې مخته راغلې ده، چې نړیوال اېټمي طاقتونه پخپلو نویو وسلو کې نوي سیسټمونه جوړوي او زړې وسلې هم نوې کوي.

په رپوټ کې راغلي چې د ۲۰۱۸م کال په پیل کې له دغو نهو هېوادونو لکه امریکه، روس، برتانیا، فرانس، چین، هند، پاکستان، اسرایل او شمالي کوریا سره د یوې اندازې له مخې ۱۴۴۶۵ اېټمي وسلې موجودې دي.

رپوټ وایي دا اېټمي وسلې د تېر ۲۰۱۷م کال په نسبت کمې دي. تېر کال د دغو هېوادونو د اېټمي وسلو اندازه ۱۴۹۳۵ ښوول شوې ده. رپوټ وایي د کموالي سبب یې د امریکې او روس په خپلو وسلو کې کمي راوستل دي. له روس او امریکې سره اوس هم د نړۍ ۹۲ فیصده اېټمي وسله ده.

​په رپوټ کې راغلي، له نورو هېوادونو سره چې کومه اېټمي وسله ده، د هغه اندازه کمه ده خو هغوی هڅه کوي چې د خپلو وسلو لپاره نوي سیسټمونه جوړ او ځای پر ځای کړي.

رپوټ وایي چین هم خپله اېټمي وسله له نوې ټیکنالوجۍ سره سم نوې کوي او ورو- ورو وده ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان اېټمي پروګرام په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیات په بیړه روان دی. څېړونکي وایي که پاکستان په همدې رفتار خپلو اېټمي وسلو ته وده ورکوله، نو په څو راتلونکو کلونو کې به تر برتانیې هم مخته شي او تر هغه هېواد به زیاته اېټمي وسله ولري. برتانیه دا مهال ۲۱۵ اېټمي وسلې لري.

د اېټمي وسلو د څار ځینو نړیوالو ادارو وخت په وخت دا اندېښنه هم څرګنده کړې، چې پاکستان وړه اېټمي وسله (ټېکټیکل نیوکلېر ویپنز) هم جوړوي، چې له امله یې په سیمه کې د جګړې خطر زیاتېږي، ځکه چې د څېړونکو په وینا دا وسله په اسانۍ سره پټېدای او په پټه یو بل ځای ته لېږدول کېدای شي. د دې تر څنګ دا اندېښنه هم ورسره تړلې ده، چې کېدای شي دا وسله د ترهګرو لاس ته ورشي.

تر دې مخکې هم د پاکستان د اېټمي پروګرام پر یو غړي ډاکټر قدیرخان باندې هم دا تور لګېدلی وو، چې ده د خپل هېواد اېټمي ټیکنالوجي پر ایران، لیبیا او شمالي کوریا باندې پټ په پټه خرڅه کړې ده.

د نړۍ په اېټمي وسلو سمبال هېوادونه.
د نړۍ په اېټمي وسلو سمبال هېوادونه.

  • 16x9 Image

    پير زبېر شاه

    پیر زبېر شاه په واشنګټن ډي سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډیا خبریال او څېړونکي په توګه کار کوي، نوموړی د افغانستان او پاکستان خصوصاً د پښتونخوا د قبایلي سیمو په اړه ځانګړي پروګرامونه، تبصرې او تجزیې کوي، له دې سره سره د وي او اې ډیوه پر ډیجیټل پاڼو هم کار کوي. پیر زبېر شاه تر دې وړاندې په پاکستان کې له مختلفو نړیوالو ورځپاڼو لکه «نیویارک ټایمز»، «نیوز ډې نیویارک» او نورو سره هم کار کړی او له 2011م تر 2012م کال پورې د هاورډ پوهنتون د «نیمېن» فېلوشپ زده کوونکی وو او په 13-2012م کې د نیویارک د بهرنیو اړیکو په څېړنیزه اداره سي ایف آر کې پریس فېلو وو. پیر زبېرشاه د خبریالۍ تر ټولو غټ پولیټزر ایوارډ هم ګټلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG