د پاکستان سرحدي ځواکونو دوه افغان سرتېري چې وایي څه موده مخکې په پاکستان کې نیول شوي وو افغانستان ته سپارلي دي.
د پاکستاني پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه افغان سرتېري د شورو- چارشنبې په ورځ چمن ته نيژدې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو په ګډه غونډه کې افغانستان ته سپارل شوي دي:
"د افغان ملي اردو او افغان سرحدي پولیسو فعال سرتېري مو د خیرښېګړې له مخې د انسانیت په بنیاد افغان چارواکو ته ور وسپارل".
د پوځ خبرپاڼه وایي دغه افغان سرتېري حیات الله او لطیف الله خان نومېدل، خو دا یې نه دي ویلي چې آیا دوی په پاسپورټ پاکستان ته راغلي وو، که نه په غیرقانوني توګه را اوښتي وو.
د پاکستاني سرحدي ځواکونو یوه سیمه ییز مشر د نوم نه څرګندولو په شرط په چمن کې وي.او.اې ډیوه ته ویلي، چې له دغو افغان سرتېرو څخه لطیف الله خان اووه میاشتې مخکې په پښین کې نیول شوی او حیات الله له لوی بند سرحدي پولې څخه نیول شوی وو.
د ملېشه ځواکونو دغه مشر وایي یوه میاشت مخکې په کوټه کې د پاکستان او افغان د پوځي چارواکو یوه غونډه شوې وه، چې افغان چارواکو پکې د دغو دوو نیول شویو افغان سرتېرو د ور خوشي کولو غوښتنه کړې وه.
پاکستاني چارواکو په غونډه کې افغانستان ته د سپارلو په وخت نیولو شویو افغان سرتېرو ته سوغاتونه هم ورکړي دي.
د افغان او پاکستاني سرحدي چارواکو په غونډه کې د پولې د امنیت، تجارت او د پولې د انتظام په اړه پر ګډو هڅو او همکارۍ هم خبرې شوې دي.
افغان چارواکو لا تر اوسه پاکستان ته د دغو افغان سرتېرو د تګ او نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د دوی د ور سپارل کېدو په اړه څه ویلي دي.