لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ امر لاسليک کړی د مهاجرو څخه به د هغو ماشومان نه بيلول کيږي


د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ هغه صدارتي امر لاسليک کړی د کوم لاندې به چې اوس په غېر قانوني توګه د مېکسيکو نه امريکا ته په پوله راوړېدونکو مهاجرو څخه د هغو ماشومان نه بيلول کيږي.

د صدارتي امر لاسليک کولو وروستو صدر ټرمپ ويلي، "دا امر د کورنيو د يو بل يو سره يو ځای ساتلو دپاره دی خو ورسره به مونږ دا يقيني کوو چې مونږ يو غټ قوت او پياوړی سرحد ولرو".

وروستو نوموړي د خپل دريځ دفاع کړې او ويلي يې دي چې د اجرايي فرمان سره به يې د پولې پاليسي نه کمزورې کيږي، او په پوله به هم هغه رنګ سختي وي چې څنګه راروانه ده.

صدر ټرمپ په ياد صدارتي فرمان وروستو له هغې لاسليک کړی چې د ريپبلکن او ډېموکرېټ دواړو ګوندونو د چارواکو لخوا د کورنيو د يو بل څخه جدا کولو په اړوند سخت ټکونه شوي وو.

د ياد لاسليک سره به اوس دا عمل د مينځه لاړ شي چې د ميندو او پلارانو څخه به د هغو ماشومان چرته بيل ساتل کېدل او دا مالومات به نه ؤ چې هغه به د دوی سره کله يو ځای کولی شي.

د راپورونو ترمخه امريکا په تېرو شپږو اوونيو کې د دوه زور نه زيات واړه ماشومان د خپلو کورنیو څخه جدا په بندي مرکزونه کې بند کړي وو په کومو کورنيو چې په غېر قانونه توګه امريکا ته د راوړېدو تورونه وو.

د صدر ټرمپ مېرمن (خاتون اول) ملانيا ټرمپ، کاروباري او مذهبي مشرانو هم په دغه عمل سخت ټکونه کړي وو چې ماشومان د ميندو او پلارانو څخه بيلولی شی.

په امریکا کې د تېرو څو ورځو نه په ټولنیزو رسنیو د هغو ماشومانو عکسونه خپرول کېده چې په بند کې دي او په خپلو ميندو پلارانو پسې ژاړي.

د دغو عکسونو خپرېدو سره نه يواځې په امريکا بلکې په بهرنيو هېوادونو کې هم داسې غوښتنې راولاړې کړې وې چې امريکا دې خپل دغه قانون بدل کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG