لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسعودي بادشاه افغان دولت اؤ طالبانو نه د اوربند غځولو غوښتنه وکړه


دسعودي عرب بادشاه سلمان بن عبدالعزیز دافغان دولت اؤ طالبانو څخه اوربند کې دپراختیا غوښتنه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې هغه به داسلامي نړۍ سره یو ځایې دافغانانو د سولې ، پخلاینې اؤ ښه راتلونکي دپاره کار کوي.

پخپل یو بیان کې دسعودي بادشاه ویلي هغه د کوچني اختر په مهال د افغان دولت اؤ طالبانو ترمنیځ په شوې اوربند زیات خوشحاله دی ځکه چې افغانان د اوږدې مودې راهسې جنګونو ځپلې اؤ زورؤلي دي.

د سعودي بادشاه پخپل دغه بیان کې نه ده په ډاګه کړې چې هیواد یې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ روغه جوړه کې خپل څه رقم عملي کردار ترسره کولو ته تیار دی خو ویلي دیې دي چې دنورې اسلامي نړۍ سره په ګډه به افغانستان کې دملي پخلاینې دپاره هڅې کوي.

طالبانو داختر په مهال افغان دولت سره د شوي اوربند د ماتولو اعلان کړی اؤ د اوربند ماتیدلو سره سم دافغان ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ نښتې پیل شوي چې تیره ورځ هم پکې دواړو خواؤ ته په بادغیس ولایت کې درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

دسعودي بادشاه په افغان دولت اؤ‌ طالبانو ټینګار کړی چې د سولې دپاره د ګډو هلو ځلو په موخه باید دواړه خواوې د اوربند موده نوره هم وغځوي.

افغان ولسمشر اشرف غني دو ورځې وړاندې په کابل کې هلمند ولایت څخه ورغلي د سولې کاروان ته پخپله وینا کې ویلي وؤ هغه چمتو دی دطالبانو مشر ملا هېبت الله سره د سولې خبرو ته کښیني خو طالبان دریځ لري چې هغوئ به تر هغې د جنګونو نه لاس نه اخلي تر څو چې بهرني عسکر په بشپړ ډول دافغانستان څخه وتلي نه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG