لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دولت وایي دطالبانو دکوټې اؤ پېښور شوراګانو سره یې تماسونه نیولي


دافغانستان دسرحدونو اؤ قبائیلي چارو وزیر ښاغلي ګل اغا شیرزي دعوه کړې چې افغان دولت دطالبانو د پېښور اؤ کوټې د شوراګانو سره د یوې جرګې دلارې خبرې اترې پیل کړي اؤ د کوچني اختر په مهال د طالبانو لخوا د اوربند اعلان هم ددغو هڅو نتیجه وه.

د پنجشنبې په ورځ دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې دامن په پلوۍ جوړې شوې یوې سترې ولسي غونډې ته پخپله وینا کې ښاغلي شیر زي ویلي د کوچني اختر په ورځو کې که هرڅو درې ورځنی اوربند لږ ؤ اؤ ملت دائمي اوربند ته لیواله دی خو دغه لږ اور بند هم نړۍ ته وښودله چې افغانان نور له جګړې ستړي شوي اؤ خپل هیواد کې سوله غواړي.

دسرحدونو دچارو وزیر غونډې ته وویل چې افغان دولت د یوې جرګې دلارې د تیرو څو میاشتو راهسې دطالبانو کوټې اؤ‌ پېښور دشوراګانو سره تماسونه ټینګ کړي اؤ دغه تماسونو د اختر په مهال د شوي اوربند په شکل کې مهمه لاس ته راوړنه هم لرلې ده .

هغه په قومي مشرانو اؤ دیني عالمانو غږ وکړو چې د سولې په ټینګښت کې باید دوئ هم خپل کوټلی رول ترسره کړي .

خو بل لوري ته دطالبانو ویاند د ګل اغا شیرزي دا دعوې رد کړي چې ګنې دطالبانو مشرانو د اوربند په اړوند د کومې دولتي جرګې سره خبرې اترې کړي .

طالبانو د کوچني اختر دپاره د اعلان کړل شوي اوربند د نیټې پوره کیدلو سره سم د اوربند ختمولو اعلان کړی اؤ په افغانستان ځواکونو یې بریدونه پیل کړي چې په دغو بریدونه کې تر دې ساعته په لسګونو افغان عسکر اؤ طالبان وژل شوي .

افغان دولت ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې طالبانو ته وړاندیز کړی چې د سولې دپاره ورسره دهغوئ په ټولو شرائطو خبرو اترو ته تیار دی خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې افغان دولت د سولې صلاحیت نه لري اؤ هغوئ به تر هغې خپلو جګړو ته دوام ورکړي چې ترڅو ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG