لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې په میلینونو خلکو د یوگا نړیواله ورځ ولمانځله


په گرد هندوستان کې د زیارت په ورځ په میلینونو خلکو د یوگا نړیواله ورځ ولمانځله. د هند وزیراعظم نریندرا مودي هم د یوگا د څلورمې نړیوالې ورځې په موقع د هند په دیهرادون ښار کې له زرگونو نورو خلکو سره د یوگا په ورزش کې برخه واخیسته.

ښاغلي نریندرا مودي په دې موقع د یوگا د گټو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل:

"یوگا د سکون او له امن څخه د ډک ژوند تر لاسه کولو لاره ده. له دې سره انسان له ذهني پرېشانیو نه د وتو لاره تر لاسه کولای شي".

له وزیراعظم مودي سره د یوگا په ورزش کې نیژدې ٥٠ زره خلکو برخه واخیسته. ښاغلي مودي د هند د دې ځانګړي ورزش په ستاینه کې پسې وویل چې یوگا د امن، خوشالۍ او ورورولۍ سبب جوړېږي:

"له ټوکیو نه تر ټورنټو پورې، له سټاک هوم نه تر ساوپالو پورې یوگا د میلینونو خلکو په ژوند یو مثبت اغېز اچولی دی".

د یوگا د نړیوالې ورځې په موقع د هندوستان په کوټا ښار کې د یوگا گرو بابا رام دیو تر ٩٠ منټه پورې د یوگا اوږده ناسته وکړه او یو نړیوال رېکارډ یې جوړ کړ. په دې موقع د گینیز ورلډ رېکارډز چارواکي موجود وو، دوی د نوي نړیوال ریکارډ اعلان وکړ او د دې سرټیفیکېټ یې هم بابا رام دېو ته ورکړ. بابا رام دې په دې مهال وویل:

"دلته په ډېر لوی شمېر کې د خلکو په یو ځای د یوگا کولو رېکارډ جوړ کړی شوی دی".

له دې سره په یوخت په نوي ډیلي ښار کې د امریکې او فرانس په سفارتخانو کې هم چارواکو د یوگا ورځې د لمانځلو لپاره د یوې غونډې انتظام کړی وو. غونډې ته د امریکايي سفارتخانې یو چارواکي جېفري سیکسټن په خپلو خبرو کې وویل:

"زه له نیژدې ١٥ کالو راهسې قریباً هره ورځ د یوگا ورزش کوم. زه فکر کوم دا تر ټولو ښه ورزش دی، په خاصه توگه زما په شان د زاړه عمر تن لپاره خو ډېر ګټور دی، ځکه چې دا ما ځوان ساتي".

د یوگا د نړیالې ورځې په موقع په گرده نړۍ کې خلکو په یو ځای د یوگا ورزش کړی او په ټوېټر یې خپل عکسونه او ویډیوگانې خپرې کړې دي.

ملگرو ملتونو په ٢٠١۴م کال کې د جون ٢١مه نېټه د یوگا نړیواله ورځ وټاکله. په دې ورځ په گرده نړۍ کې په اجتماعي غونډو کې د یوگا ورزشونه او غونډې کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG