لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور ځوان ته دکیلاش جینکو تنګول ګران پرېوتل،پولیسو چترال ته بوتلو


نیول شوی تن د ښځینه پولیسو ولکه کې
نیول شوی تن د ښځینه پولیسو ولکه کې

په چترال کې دمیشت کیلاش تهذیب د جینکو تنګولو په تور پېښور کې دپولیسو لخوا نیول شوی تن ایمل خان نن د قانوني کارروایۍ دپاره له پېښور څخه چترال ته بوتلل شوی دی.

دپېښور د متهرې سیمې داوسیدونکي زلمي ایمل خان په ضد د چترال بمبوریت تاڼه کې د کیلاش میرمنو د تنګولو ، دهغوئ له خوښې پرته دهغوئ د ویډیو جوړؤلو اؤ په دروغه ځان د پولیس ښودلو په جرم کې ایف ایي ار شوی دی.

پولیسو چې کومې دفعې دایمل نومې نیول شوي دغه تن په ضد ایف ایي ار کې اچولي هغې کې ۵۰۹، ۳۵۴، ۲۹۵اؤ ۳۴۱ شامل دي چې په دې کې په ۵۰۹ دفعه کې په قانوني توګه سزا درې کاله بند اؤ پینځوؤ لکو پورې جرمانه ټاکل شوې ده.

خو قانون پوهه طارق افغان وایي چې دا واک جج یا قاضي ته تر ترلاسه دی چې هغه مجرم ته درې کاله سزا ورکوي یا پینځه جرمانه لګوي اؤ که سزا له دې کمه ټاکي

تیره ورځ د چترال د پولیسو یوه ځانګړې ډله د ایمل خان په نیولو پسې پېښور ته لیږل شوې وه اؤ هغه یې دپېښور دکلیوالې سیمې متهرې څخه نیولی ؤ.

دچترال دپولیسو ضلعي مشر ددغه تن د نیول کیدلو عکس په سوشل میډیا خپور کړی په کوم کې چې لیدل کیږي د ایمل خان لاسونو په زولنو تړل شوي اؤ زولنۍ یوې ښځینه پولیسې په لاسونو کې نیولي دي.

د چترال د ضلعي پولیسو مشر ویلي دغه تن ځکه د ښځینه پولیسو په لاس نیول شوی ترڅو خلکو ته وښودل شي چې د چترال ښځې کمزورې نه دي.

دتیرو څو ورځو راهسې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې د چترال کیلاش تهذیب سره تړاؤ لرونکې څو میرمنې په لاره روانې دي اؤ یو ځوان چې ځان دپېښور ښایي دهغوئ له منعې کولو باوجود په سپین سترګۍ دهغوئ ویډیو جوړوي.

په سوشل میډیا خپره شوې دغه ویډیو کې لیدل کیږي چې کیلاشي میرمنې د ویډیو جوړونکي ځوان ته وایي “که ته نه قلاریږې مونږ به پولیسو ته ووایو” خو دغه ځوان باندې د کیلاشو میرمنو سوالونه اؤ زارۍ هیڅ اثر نه کوي اؤ هغوئ ته وایي چې خپله پولیس دی اؤ له پولیسو نه ویریږي.

ددغه ویډیو په سوشل میډیا مخې ته له راتلو وروسته دپاکستان دسینیټ د کورنیو چارو قائمه کمیټې اؤ د چترال د پولیسو ضلعي مشر سخت نوټس اخستی ؤ اؤ د دریوؤ ورځو دننه یې ددغه ویډیو جوړونکی دپېښور څخه ونیولو .

دچترال دبمبوریت ټاڼې دپولیسو محرر عبدالعزیز وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي د نیول کیدلو دوه ورځې وروسته ایمل نومې دغه تن پولیسو چترال ته د لا نورې کاروایۍ دپاره راروان کړی اؤ دلته به د قانوني تقاضو پوره کولو وروسته عدالت ته وړاندې کړل شي.

په سوشل میډیا ددغه ویډیو د خپریدلو له امله په خلکو کې سخته غصه راپاریدلې اؤ غوښتنې کوي چې په دې غیراخلاقي عمل کولو باید نیول شوي تن ته سخته سزا ورکړل شي.

دچترال پولیس وایي هغوئ د ملزم په سمدستي نیولو سره خلکو ته ښودلې چې په چترال کې هیڅوک دچا سره غیر انساني اؤ غیر اخلاقي عمل نه شي کولی اؤ که کوي یې نو د قانون د منګولو به نه بچ کیږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG