لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې نښې ښکاره شوي


د امريکا د دفاع وزیر جېم مېټس ویلي د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د ۱۷ کلنې روانې جګړې وروستو ځينې داسې مثبتې نښې ښکاره شوي چې د روغې جوړې خبرې پېل کړي.

جېم مېټس د اتوار، يکشنبې په ورځ ويلي په وروستيو کې د افغان ولسمشراشرف غني لخوا اوربند او بيا د طالبانو اوربند د ډاډ وړ خبره ده.

د افغان ولسمشر د اوربند د اعلان وروستو طالبانو د وړوکي اختر په درېو ورځو کې د اوربند اعلان کړی ؤ.

د افغان دولت او طالبانو اوربند ته نه يواځې په افغانستان کې بلکې په نړيوال کچ ورته ښه ويل شوي وو.

د وړوکي اختر د درېمې ورځې وروستو افغان دولت د اوربند خپله موده غځولې خو طالبانو په درېمه ورځ اوربند ختم کړی او د هېوادو په بېلابيلا برخو کې يې په افغان ځواکونو بريدونه کړي وو.

ښاغلي مېټس ویلي که څه هم طالبانو د اوربند غځولو څخه انکار کړی خو د دوی دپاره دا خبره د ډاډ وړه ده چې د اوربند په مهال طالبان راغلي د افغان ځواکونو سره يې يو ځای اختر نمانځلی دی.

د اوربند په مهال طالبان د افغانستان ښارونو ته راوتلي د خلکو سره په ښکاره ليدلي او عامو خلکو يې دغه ګام ستایلی ؤ.

جېم مېټس د خپل اسيايي سفر د روانېدو نه وړاندې د امريکا د الاسکا په هوايي ډګر خبريالانو سره په خبرو کې ويلي د افغان ولسمشر د اوربند وړانديز طالبانو منلی، او دغه ډول د روغې جوړې امکانات پېدا شوي دي.

هغه ويلي اوس به دا کتل وي چې په دې عمل کې پرمختګ کله کيږی.

جېم مېټس به په خپل سفر کې چين، جنوبي کوريا او جاپان ته ځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG