لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:اوربند اوس په یوه پراخه ولسي‌ غوښتنه بدل شوی


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي چې افغانان نور د جنګونو اؤ مرګونو نه پوزې ته راغلي دي اؤ اوربند اوس نور په یوه پراخه ولسي غوښتنه بدل شوی دی.

دغه خبرې هغه نن (سه شبنه) دکابل په صدارتي ماڼې کې د سیمې دهیوادونو سفیرانو سره په لیدنه کې کړي دي.

د ارګ لخوا دسفیرانو سره د ولسمشر اشرف غني د لیدنې په اړوند خپور شوي بیان کې ویل شوي چې ښاغلي اشرف غني د سیمې دهیوادونو سفیرانو سره د سولې د پروسې اؤ اوربند په اړوند اوږدې خبرې کړي دي.

بیان کې راغلي چې سفیرانو د اوربند په اړه د افغانستان حکومت تدبیر او اقدام وستائیلو او د خپلو اړوندو هېوادونو په استازیتوب یې له اوربند او د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې پروسې څخه ملاتړ اعلان کړو.

سفیرانو همدارنګه اوربند د حکومت او افغان وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو لپاره دباور رامنځته کولو په خاطر ګټور وبللو او د اوربند مودې د غځېدو حمایت یې وکړو.

په غونډه کې ولسمشر اشرف غني له اوربند او سولې پروسې د هغوی ټینګ ملاتړ څخه په مننې د اوربند په موده کې د افغانستان حکومت له لوري د وضعیت د ښه مدیریت په اړه معلومات ورکړل.

افغان دولت اؤ طالبانو د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان کړی ؤ چې داختر د دریوؤ ورځو ختمیدلو سره سم طالبانو ددغه اوربند اعلان کړی ؤ خو اولسمشر اشرف غني په یو اړخیز ډول دغه اوربند کې د لس ورځنۍ پراختیا اعلان کړی ؤ.

اشرف غني تیره اوونۍ کابل کې د سولې کاروان ته د خپلې وینا په مهال ویلي چې که طالبان وغواړي نو دولت ورسره یو کلن اؤ بیا دائمي اوربند ته اماده دی خو طالبانو اوربند کې د پراختیا په اړوند د سولې د اولسي کاروان غوښتنه رد کړې ده

XS
SM
MD
LG