لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایف ای اې: غټ بشري قاچاکبر د پنجاب دي چې خلک غیرقانوني نورو هېوادونو ته اړوي


په بلوچستان کې د تحقیقاتو مرکزي ادارې (ایف ای اې) ۵۲ تنه په دې تور نیولي، چې وایي غوښتل یې په غیرقانوني توګه د ایران له لارې یورپي هېوادونو ته لاړ شي.

پاکستان د بشري قاچاک د مخنیوي لپاره یو نوی قانون جوړ کړی، چې د قاچاکبرو لپاره یې له پینځو تر څورلسو کلونو پورې سزا ټاکلې ده.

د ایف ای اې یو مشر سلطان اپریدی وایي په ایران او ترکي کې ناست قاچاکبر په ټلیفونونو له خلکو سره خبرې کوي او غیرقانوني سفرونو ته یې تیاروي، خو وایي تر ټولو غټ قاچاکبر پخپله په پنجاب کې دي:

"۱۷۰۰ ایجنټان ایف ای اې نیولي دي او ډېرو ته پکې سزاوې هم ورکړل شوې دي، خو په پنجاب کې زیاتره خلک راضي نامې کوي، عدالتونو ته چې وړاندې شي بیا شهادت نه ورکوي، ځکه خو هغوی [قاچاکبر] له عدالته ژر ازادي تر لاسه کړي".

په نیول شویو کسانو کې دوه تنه افغانان او نورو ټول پاکستانیان دي چې د چارواکو په وینا اکثر د پنجاب اوسېدونکي دي، چې د قاچاکبرو د سرحدي ښار تفتان له لارې ایران ته اړول، خو دوی د کوټې په هزارګنجي سیمه کې ونیول.

په کوټه کې د ایف ای اې پخواني مرستیال مشر سلطان اپریدي وي.او.اې ډیوه ته ویلي، چې دغه کسان یې په دوو جلا- جلا عملیاتو کې نیولي دي. ښاغلی اپریدی وایي:

"دوی صرف د روزګار لپاره ځي، چونکې دوی بې تعلیمه وي او د ایجنټانو [قاچاکبرو] په لاس ورشي هغوی پیسې ځنې واخلي، له دوی سره غیرانساني سلوک کوي او دوی نورو ملکونو ته رسوي".

سلطان اپریدی وایي د بلوچستان له لارې په قاچاکي توګه تلونکي اکثر کسان د پنجاب د سیالکوټ، منډي بهاوالدین، ګجرات، ګجرانوالا او لاهور اوسېدونکي وي، چې یونان او یورپي هېوادونو ته ځي خو وایي د خیبرپښتونخوا خلک هم پکې وي چې اکثر خلیجي هېوادونو ته ځي.

ښاغلی اپریدی وایي د بشري قاچاکبرو تر ټولو مهم مرکزونه هم د پنجاب ګجرانوالا، ګجرات او منډۍ بهاوالدین سیمې دي، چې وایي زیات خلک ورڅخه په غیرقانوني توګه بهرنیو هېوادونو ته بېول کېږي. وایي د دغو سیمو قاچاکبر نه یواځې په پاکستان بلکې په نړیواله کچه د بشري قاچاک د زنځیر کړۍ لري:

"د قاچاک دوه ډوله لارې دي، یوه هوایي لار ده او بله مځکنۍ لار ده، مځکنۍ لارې یواځې د بلوچستان تفتان، پسني، ګوادر او پنجګور سیمې دي، چې دا خلک له دې لارو غیرقانوني ایران ته ځي بیا یې قاچاکبر ترکي ته بیایي، بیا یې په کشتیو کې یونان ته بیایي، که هلته اباد شول صحیح که نه نو به په مخ پسې ځي".

د یادونې وړ ده چې په غیرقانوني توګه بهرنیو هېوادونو ته تلونکي زیات پاکستانیان په ایران کې نیول کېږي. د یوې اندازې له مخې تېر کال یې هم ۲۶۰۰۰ د قاچاکي سفر په تور نیولي او پاکستان ته سپارلي وو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG