لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفنديار ولي خان د څلور کروړو روپو نه زياتې شتمنۍ لري


اسفنديار ولي خان
اسفنديار ولي خان

د پاکستان الېکشن کمېشن ته ورکړی شوؤ اسنادو ترمخه د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د څلورو کروړو روپو څخه زیاتې شتمنۍ لري، او د هغه د امدن سرچينه کرکرونده ده.

د الېکشن کمېشن په وېب سايټ د خپرو شوؤ اسنادو ترمخه په يو کال کې د اسفنديار ولي خان شتمنۍ شپږ لاکه او ۹۴زره روپۍ سېوا شوي دي.

د اسفنديار ولي خان د تېر کال د کرکيلې څخه ټول امدن ۱۵ لاکه ۶۵ زره روپۍ وو او ۷۳ زره ۲۰۰ روپۍ انکم ټېکس يې ورکړی دی.

نوموړي سره په جايداد کې ځمکه او په ولي باغ کې کور دی. په دوبۍ کې يو ټرېډنګ شرکت ( نور او هور) کې يې ۲۴فيصده برخه وه خو هغه يې خرڅه کړې ده.

د نوموړي په نوم يو د ۸۸م ماډل ګاډي چې قيمت يې پينځه لاکه روپۍ، ۵۰ تولې سره زر او په بېنک کې ورسره نقدې د ۴۶ لاکه روپو نه زياتې روپۍ دي.

په اسنادو کې د نوموړي سره د اووه لاکه ۴۰ زرو روپو فرنیچر هم ښودل شوی دی.

د اسفنديار ولي خان په اسنادو کې ویل شوي چې په هغه باندې د بېنک هيڅ قسمه قرضه نشته.

نوموړي په روان کال ۲۰۱۸م کې سعودي عرب ته د عمرې دپاره سفر کړی ۱۵ ورځې يې تېرې کړي او د سفر خرڅ يې يو لاک او ۲۰ زره روپۍ ښودل شوي دي.

نوموړی د کال ۱۹۹۳م نه ۹۷م پورې، او بیا په کال ۲۰۰۸م کې د قامي اسمبلۍ غړی او په کال ۱۹۹۰م کې د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړی پاتې شوی ؤ.

اسفنديار ولي خان دا ځل د قامي اسمبلۍ اېن ای ۲۴ چارسدې څخه په انتخاباتو کې برخه اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG