د افغانستان د پخواني حکومت د هوايي چلند ادارې افسر محمود شاه حبيبي کورنۍ وايي حبيبي تېره مياشت په کابل کې طالبانو نيولی خو تر اوسه پورې يې په اړه هيڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.
د حبيبي ورور احمد شاه حبيبي ميډيا ته ويلي طالبانو يې ورور د کابل د شش درک سيمې نه په لسم اګست پورته کړی او لا تر اوسه بې درکه دی.
احمد شاه حبيبي چې امريکا مېشت دی ويلي “طالبان په ساده جامو کې د محمود شاه کور ته ورغلي او هغه يې د کور په وره کې نيولی بيا کور ته اوړېدلي او څه اسناد او يو ليپ ټاپ کمپيوټر يې هم د ځان سره وړي”.
د طالبانو نماينده د وي او ای دې پوښتنې ته ځواب ونه ويلو چې حبيبي نيول شوی او بندي دی که نه؟
هغه وايي د طالبانو يوې ادارې هم دوی ته څه معلومات نه دي ورکړي او نه يې ورسره څوک ملاقات ته پرېښودي دي. احمد شاه وايي دوی ته يې دا هم نه دي ويلي چې محمود شاه يې په کوم تور نيولی.
هغه وايي وسله والو ځان د طالبانو مجاهدين معرفي کړل او حبيبي چې امريکايي شهري دی يې د ځان سره بوتلی. حبيبي د ايشيا کنسلټنسي ګروپ سره په کابل کې دنده درلوده.
د سټيټ ډيپارټمنټ يو وياند په دې اړه ويلي دوی د حالاتو جايزه اخلي خو نور تفصيل يې ونه ويلو او زياته يې کړه “امريکايي سېټېزن دې افغانستان ته نه ځي چرته چې ناقلاري ده، وسله واله جګړه ده، جرمونه دي او تښتونې دي”.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي