لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مومندو سياسي اتحاد په ځايي انتظاميه د انتخاباتو نه وړاندې د درغلۍ تور لګولی


د خېبر پښتونخوا د مومندو ضلعې د سياسي اتحاد غړي تور لګولی چې د سيمي انتظاميه د يو ازاد کانديد په ملا تړ کولو د انتخاباتو نه وړاندې د درغلۍ کولو هڅه کوي.

د مومندو سياسي اتحاد عمومي سېکتر او په راتلونکو انتخاباتو کې د پي ټي ايي کانديد ساجد مومند وايي د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی بلال الرحمان د مومندو مرستیال کمشنر واصف سعيد په مرسته په سيمه کې په انتخابي کمپاين کې ترقياتي کارونه کوي.

ساجد مومند وي او ای ډیوه سره په خبروکې وويل د بلال الرحمان لخوا د سولر ټيوب ويلونو سکيمونه روان دي، د بجلۍ ستنې او ټرانسفرمرې ځايي خلکو ته ورکړل کيږي او ددغې په بدل کې د خلکو نه په راتلونکې الېکشن کې ووټونه غوښتلی کيږي.

"د ټرانسفرمرو او د شمسي ټيوبويلونو تقسيم روان دی اؤ ځايي انتظاميه د دې ګامونو پرضد هيڅ قسمه ګام نه اخلي، او دغه لارې په راتلونکو ټول ټاکنو اثر انداز کېدې شي"

د مومند سياسي اتحاد لخوا نن د شورو، چارشنبې په ورځ پېښور پرېس کلب کې پرېس کانفرس هم شوی چې پکې د بېلابېلو سياسي ګوندونو کانديدانو نه علاوه ازادو اميدوارانو هم ګډون کړی دی.

دوي د مرستيال کمشنر د بدلۍ غوښتنه هم کړې ده.

په راتلونکو انتخاباتو کې د عوامي نېشنل ګوندکانديد نثار مومند وويل چې د ډي سي پر ضد يي الېکشن کمېشن او نورو اړونده ادارو ته خواستونه کړي دي او که د دوي غوښتنې ونه منلی شوې نو دوي به په دې مجبوره شي چې په ګډه د انتخاباتو نه بايکاټ وکړي.

"مونږ اليکشن کمېشن ته هم خواستونه کړي دي، چې موجوده ډي سي دې بدل کړی شي، دده په موجودګۍ کې ازاد انتخابات نه شي کېدلی او که زمونږ غوښتنې ونه منلی شوې نو د انتخاباتو بائيکاټ به وکړي".

په دغه اړه مو د قامي اسمبلۍ پخواني غړي بلال الرحمان سره د بيا بيا رابطې هڅه وکړه چې په دغه اړه يي نظر معلوم کړو خو بريالي نه شو.

د پولېټکل انتظاميې يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې دوي ته د اليکشن کمېشن له خوا کومې ذمه وارۍ سپارلی شوي دي هغه په سمه توګه تر سره کوي او چې څوک هم په دې اړه کوم شکايت لري نو کولی شي چې الېکشن کمېشن ته خپل شکايات جمع کړي.

په پاکستان کې عام انتخابات د روان کال ۲۰۱۸م په ۲۵ جولايي ټاکل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د نورو برخو په څېر قبائيلي سيمې چې په وروستيو کې د صوبې برخه ګرځېدلي دي هلته هم د باجوړنه تر وزيرستان پورې د انتخابي کمپاېن هلي ځلي تندې شوي دي.

د سياسي ګوندونو نه علاوه په يادو سيمو کې ډير کانديدان په ازاد حيثيت باندي په انتخاباتو کې برخه اخلي.

د مومندو څخه بلال الرحمان په ازاد حيثيت انتخاباتو کې برخه اخلي. د عوامي نشنل ګوند، جماعت اسلامي او تحريک انصاف ترڅنګ د نورو سياسي ګوندونو کانديدان او ازاد اميدواران هم په ميدان کې دي.

دا وړومبی ځل دی چې په قبايلي سيمي په خېبر پښتونخوا صوبه کښې د شاميلېدو وروستو هلته د ايف سي ار قانون پرته انتخابات ترسره کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG