لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: اوربند خلاص شو، زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه اجازه لري خپل هر اړخیز عملیات وکړي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د حکومت لخوا د اوربند د خلاصېدو وروستو خبري غونډې ته په وېنا کې وويل، " اوربند خلاص شو، زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه اجازه لري خپل هر اړخیز عملیات وکړي، دلیل یې دادې چې د سولې پلان له قوت څخه مطرح شوی وو".

نوموړي د سولې او اوربند په اړه په خبري کنفرانس کې وويل، "طالبه! راشه د سولې اراده وکړه، دا افغاني فشار دی بهرنی نه دی، د علماؤ غوښتنه ده، د ولس او ښځو غوښتنه ده، فېصله وکړه. علما درته قران مخې ته کوي، خلک درته اولادونه مخې ته کوي،اوس به ته فیصله کوې چې ولس وژنې او که ولس ته مثبت ځواب ورکوې".

اشرف غني د روژې د ۲۷م نه تر د وړوکي اختر د پينځمې پورې د يو اړخيز اوربند اعلان کړی او د اوربند وخت يې بيا د نورو لسو ورځو پورې غځولی ؤ.

طالبانو د وړوکي اختر په درېو ورځو کې د اوربند اعلان کړی او له هغې وروستو يې بيرته خپل وسله وال عمليات پېل کړي دي.

ښاغلي ولسمشر خبري کنفرانس ته وويل، "پس له اوربنده فضا بدله شوه، کله چې چمن حضوري ته د هلمند د سولې کاروان ته ورغلم او د اوربند د تمدید غوښتنه یې وکړه، ما همالته ځای په ځای د دوی غوښتنه ومنله او د سولې کاروان ته زمونږ ريښتینولي او استقلالیت او د حکومت نیت او اراده ثابته شوه. ټولو ته معلومه شوه چې بل څوک مونږ ته سوله نشي راوستی، یوازې افغانان سوله، رفاه او امنیت راوستی شي".

هغه وویل، "اوس طالبان د ولس سره مواجه دي، د افغانستان له دیني علماوو سره مواجه دي، د انډونيشيا، پاکستان او د مکی او مدینې خطیبانو سره مواجه دي، د اسلامي نړۍ له علماوو سره مواجه دي، پر حکومت هم دغه فشار موجود و، خو حکومت د یو مسوول حکومت په څیر د دغه فشار پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړو، اوس باید طالبان فېصله وکړي چې د سولې په خاطر له دومره فشارونو ته څه ډول غبرګون وايي".

افغان ولسمشر وويل هغه د ملي وحدت حکومت له ابتدا څخه اول د ټولنې له مختلفو خلکو سره د سولې په اړه مشورتي ناستې پیل کړي او کوشش مې وکړو چې د سولې د راتلو په اړه د هر چا نظر ته غوږ ونیسم. د افغانستان د سولې په اړه اوسنۍ بین المللي، منطقوي او ملي اجماع په دوامداره او تکراري ډول له مختلفو مرحلو تېره شوې ده، چې اوس الحمدالله په یوې سرتاسري ملي اجماع او غوښتنې بدله شوې ده.

هغه وويل سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او دا د مشورو وطن دی، یوازې د روژې په مبارکه میاشت کې اوه زره په حدودو کې وطنوال ارګ ته راغلي وو، او د اختر په ورځ تقریباً څلور زره تنه ارګ ته راغلي وو، ټولو سره مې روغبړ وکړو، ۹۵ فیصده دا خلک چې راغلل ماته یې ویل سوله غواړو. د روژې میاشت کې د ۳۴ ولایتونو قاریان او د حج او اوقافو رئیسان ارګ ته راغلل، او ټولو د سولې غوښتنه وکړه.

اشرف غني وويل، زما د انتخاباتي کمپاین اوله ژمنه سوله وه او ټولو ته مې وویل اول کار به مې دا وي چې سوله راولم، زما تګلاره سوله وه. له حزب اسلامي سره سوله د دغې ژمنې د پوره کولو اول قدم و، چې له اوږدو مذاکراتو وروسته بریالۍ شوه. اوس به وړاندې ځو، د سولې لپاره زمونږ هر قدم په پلان او ستراتيژۍ استوار دی، عاجل او احساساتي نه دی.

ولسمشر زياته کړه بل قدم د سولې د مذاکراتو لپاره پر طرحو اجماع ده، سولې باندې منطقوي اجماع تر ډېره جوړه شوې ده، د جنګ په هکله منطقوي اجماع نشته، د پخوا برعکس د سیمې هېوادونو راسره ژمنه کړې ده چې د سولې لپاره راسره همکاري وکړي، مونږ نه غوښتل چې منطقه د افغانستان په جنګ کې دخیله شي.

هغه وويل څلور کاله پخوا د شانګهای کنفرانس غړو هېوادونو د افغانستان د وضعیت په هکله اندېښنې درلودې هغه اندېښنې مو رفع کړې، اوس وضعیت بدل شوی دی، تاسې ولیدل تېره میاشت د شانګهای کنفرانس ټولو غړو هېوادونو په اتفاق سره د افغانستان له سولې ملاتړ وکړو او د همکارۍ ډاډ یې راکړو، د افغانستان په هکله د شانګهای کنفرانس دا ګام بې سابقې ؤ.

اشرف غني وويل "زه د افغانستان د ګټو ممثل یم، زه نه بهرنی ملګری لرم، نه دښمن، نه مې څوک خوېندې دي نه وروڼه، ماته د افغانستان ګټې مهمې دي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG