لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند هرکلی کړی چې اېف ای ټي اېف پاکستان په خړ فهرست کې شامل کړی


هند د ترهګرۍ د مالي مرستو د څار ادارې (فاينانشل اېکشن ټاکس فورس، اېف ای ټي اېف) د دې ګام هر کلی کړی چې پاکستان يې په خړ فهرست کې شامل کړی دی.

د هند د بهرنيو چارو وزارت د خالي، شنبې په ويلي پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او په غېر قانونه توګه د پېسو لېږلو د مخنيوي دپاره د اېف ای ټي اېف په معیار پوره ختلو او د نړيوالې ورورولۍ د تحفظاتو لرې کولو باور ورکړی ؤ.

هند ویلي پاکستان دا باور هم ورکړی ؤ چې په نړيوال کچ د ګرځول شوؤ ترهرګرو ډلو او شخصياتو پرضد به ګامونه اخلي.

په هندي بیان کې ادعا شوې چې د باور باجود په پاکستان کې د حافظ سعيد په څېر ترهګر او د جماعت الدعوه، لشکر طيبه او جېش محمد په رنګ ترهګرې ډلې اوس هم فعاله دي، او دا کار د پاکستان د باور ورکولو پرضد دی.

هند هيله څرګنده کړې ده چې پاکستان به د اېف ای ټي اېف په تګلاره عمل وکړي او په خپله خاوره به د ترهګرو په اړوند د نړیوالې ورورولۍ د اعتراضونو لرې کولو دپاره ګامونه واخلي.

پاکستان د هند دغه بيان ته لا غبرګون نه دی ویلی.

پاکستان روانه اوونۍ په پېرس کې د اېف ای ټي اېف غونډې ته خپل پلان وړاندې کړی د کوم لاندې به چې د ترهګرو ډلو د مالي مرستو مخنيوي کوي.

که څه هم اېف ای ټي اېف د پاکستان تګلاره منظوره کړې خو په خړ فهرست کې يې هم شامل کړی دی.

د اېف ای ټي اېف راتلونکې بله غونډه به د ستمبر په میاشت کې کيږي او که پاکستان بيا هم د خپلې تګلارې لاندې کوم موثره اقدامات نه وو کړي نو په تور فهرست کې شاملېدی شي.

د پاکستان په تور فهرست کې شاملېد سره نه يواځې دغه هېواد په معاشي توګه خرابېدی شي بلکې په نړيواله کچه د پاکستان مخ بد ښکاره کېدی شي.

پاکستان د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۵م پورې هم د ترهګرو د مالي سرچینو د نه تړلو په تور د څار په نړیوال خړ فهرست کې شامل شوی ؤ.

اېف ای ټي اېف د ۳۷ غړو هېوادونو سازمان دی کوم چې په غېر قانوني توګه د پېسو لېږلو او ترهګرۍ سره اړونده مالي مرستو د مخنيوي او نړيوال مالياتي نظام ته په دې لړ کې د ورپېښو خطرو څخه بچ کولو دپاره په ۱۹۸۹ کې جوړه کړی شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG