لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر: نن له ټول پاکستانه د پښتنو د وینو بوی راځي


واشنګټن ــــ د پاکستان د پارلمان غړي او د بشري حقونو د فعال تنظیم پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر علي وزیر وایي، "د پښتنو پر خاوره امن غواړو" او دا چې "د پاکستان له خاورې د پښتنو د وینو بوی راځي".

د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې یوې سترې ولسي غونډې ته په وینا کې علي وزیر وویل، چې ترهګرۍ پښتانه ډېر ځورولي دي او دوی د پښتنو د راتلونکو نسلونو لپاره امن غواړي:

"موږ د خپلو بچو لپاره په دې خاوره امن او ارام غواړو".

د ده د وینا په وخت د غونډې زرګونو احتجاج کوونکو لاسونه پړکول او د ترهګرۍ په ضد یې شعارونه ورکول.

دا غونډه د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر ارمان لوڼي د وژنې د څلوېښتۍ په مناسبت جوړه شوې وه. دې ته ورته د بلوچستان په ږوب سیمه کې هم نن لویه ولسي غونډه شوې، چې ویناوالو یې د ارمان لوڼي د ایف ای آر د درج کېدو غوښتنه کوله.

د پاکستان پوځ پخپل وروستي دریځ کې ویلي، چې پښتون ژغورنې غورځنګ ته پکار دي له حکومت سره خبرو ته کښېني. پوځ دا هم ویلي چې د پي ټي ایم اکثره غوښتنې منل شوې دي او تر سرې کرښې دې نه اوړي، چې ریاست د دوی په ضد ګام اخیستو ته مجبوره شي.

د امریکې د بشري حقونو په کلني رپوټ کې ویل شوي، چې پاکستاني ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالین ځورولي، وېرولي او نیولي دي خو د دوی په ضد یې له باقاعده تشدده ډډه کړې ده.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو وایي، د ارمان لوڼي د وژنې ایف ای آر به هله درج شي، چې د هغه د پوسټ مارټم بشپړ نتایج مخې ته راشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي، چې په وروستیو کې د دوی دوو غړو حیات پرېغل او ګلالۍ اسماعیل نومونه د سفري بندیزونو له نوملړه ایستل شوي دي، خو د 9 نورو کسانو نومونه لا اوس هم په دغه نوملړ کې پاته دي، چې د منظور پښتین نوم هم پکې شامل دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG