د مرکزي او جنوبي اسيا دپاره د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستیالي اېلس ويلز د افغان ولسمشر اشرف غني ليدلي او په دغه هېواد کې د امنيت ترڅنګ يې په دوه اړخيزو چارو خبرې اترې کړي دي.
ارګ ويلي پرون د خالي، شنبې په مازیګر ولسمشر اشرف غني د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت مرستیاله اېلس ويلز خپل حضور ته منلې ده.
د ارګ ترمخه " په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او امریکا د اړیکو، د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او سیمه ییزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې".
مېرمن ويلز په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د اشرف غني له مدبرانه هڅو مننه وکړه او د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې پروسې څخه د خپل هېواد هر اړخیز ملاتړ په ډاګه کړو.
افغان ولسمشر اشرف غني امریکايي استازې ویلز ته د هرکلي ترڅنګ په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فنډ او سازوسامان په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو له مرستې او همکارۍ مننه وکړه.
ولسمشر امريکايي استازې سره په افغانستان کې د تازه اوربند په اړوند هم خبرې اترې کړي او ويلي يې دي "له اوربند څخه د خلکو هرکلی بېساری وو، او اوس په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې یوه سرتاسري اجماع رامنځته شوی ده".
ولسمشر اشرف غني پرون د خالي، شنبې په ورځ د حکومت لخوا د اوربند خلاصېدو په اړوند خبري کانفرنس کړی او ويلي يې ؤ،
" اوربند خلاص شو، زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه اجازه لري خپل هر اړخیز عملیات وکړي، دلیل یې دادې چې د سولې پلان له قوت څخه مطرح شوی وو".
خو نوموړي د دغه اعلان ترڅنګ په طالبانو بيا د سولې غږ کړی او ویلي يې دي،
"طالبه! راشه د سولې اراده وکړه، دا افغاني فشار دی بهرنی نه دی، د علماؤ غوښتنه ده، د ولس او ښځو غوښتنه ده، فېصله وکړه. علما درته قران مخې ته کوي، خلک درته اولادونه مخې ته کوي،اوس به ته فیصله کوې چې ولس وژنې او که ولس ته مثبت ځواب ورکوې".
اشرف غني د روژې د ۲۷م نه تر د وړوکي اختر د پينځمې پورې د يو اړخيز اوربند اعلان کړی او د اوربند وخت يې بيا د نورو لسو ورځو پورې غځولی ؤ.
طالبانو د وړوکي اختر په درېو ورځو کې د اوربند اعلان کړی او له هغې وروستو يې بيرته خپل وسله وال عمليات پېل کړي دي.