لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:پاکستان سره دطالبانو موضوع باید حل شي


دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دسولې پروسې سره دپاکستان حکومت لخوا دکاغذ پرمخ د مرستې ژمنه شوې خو اوس د دې ژمني دعملي کیدو لپاره جدي اقداماتو ته اړتیا ده چې پاکستان یې باید ترسره کړي.

محمد اشرف غني اوړمه ورځ د خبري کنفرانس پرمهال ویلي دکابل اوا سلام اباد ترمنځ د هراړخیزو همکاریو په تړاو په اخیستل شویو اقداماتو کې پرمختګ هم شوی خو په وینا یې دافغانستان پر وړاندې دپاکستان ۷۰ کلن او په ځانګړې توګه ۴۰ کلن سیاست کې باید مثبت بدلون رامنځته شي.

نوموړي وویل” پاکستان سره د طالبانو په اړه زمونږ د اړیکو موضوع باید حل شي ،دلته یو څه شوي او یوه څه اقدامات لا پکاردي ،دکاغذ پرمخ دلومړي ځل لپار دمرستې موافقه شوې خو اوس جدي اقدامات پکار دي ،په دې اقدماتو کې مونږ پرمختګ کړی خویو سیاست چې ۷۰ او په ځانګړې توګه ۴۰ کاله یې دوام وکړ باید بدلون په کې راشي ،دبدلون مرحلو ته باید مونږ اماده ووسو حوصله او تمرکز ولرو”

ولسمشر ویلي افغانستان اوپاکستان ګډ کلتور اؤ ګډې ژبې لري او متقابل احترام یې له هغه هیواد سره دملي ګټو ،دافغانستان خپلواکۍ او د ځمکني بشپړتیا په معیارونو ولاړ دی.

نوموړي زیاته کړه پاکستان سره له خبرو نه پرته بله منطقي لار نشته او باید له هغه هیواد سره خبرې دوام پیداکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په تړاو به واضح خبرې کوي ترڅو دواړه هیوادونه څه ډول د ترهګرۍ پرضد یو له بل سره همکاري وکړي او څه ډول دنورو حرکتونو مخه ونیول شي.

هغه وویل”پرمختګ موله پاکستان دخبرو په تړاو د تیرو وختونو پرتله ښه دی خو هغې مرحلې ته نه دی رسیدلی چې مونږ ورته بریالي ووایو”

محمداشرف غني په دې خبري کنفرانس کې وویل چې له طالبانو سره شوی اوربند پای ته رسیدلی خو ترڅنګ به یې له هغوی سره دسولې او سیاسي مذاکراتو هڅې روانې وي.

محمد اشرف غني په داسې حال کې له طالبانو څخه دسولې خبرو اترو ته دحاضریدواو د اوربند دغځولو غوښتنه وکړه چې تیره ورځ دافغان حکومت لس ورځنی اوربند پای ته ورسید.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG