لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کندهار:دائتلافي ځواکونو برید کې ۳۵ طالبان وژل شوي


ددافغانستان امنیتي چارواکي وايي په کندهار ولایت کې د ائتلافي ځواکونو په برید کې لږ تر لږه ۳۵ طالبان وژل شوي اؤ ۱۳ نور ژوبل شوي دي .

دافغان ځواکونو سره په ګډه د ناټو قواؤ دغه عملیات تیره ورځ د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په خواجه زو سیمه کې شوي‌ دي .

خبري اژانس پژواک د کندهار دپولیسو د ویاند ضیاء دراني له خولې لیکلي چې په لسګونو طالبانو غوښتل د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړي چې ائتلافي ځواکونو په نخښه کړل.

هغه ویلي په وژل شوؤ ۳۵ طالبانو کې د طالبانو دوه مهم کمانډران ملاعبدالباري اؤ توریالی هم شامل دي خو طالبانو لا تر دې دمه ددې دعوې په اړوند څه نه دي ویلي.

هغه ویلي عملیاتو کې د وژل شوؤ طالبانو مړي لا په میدان پراته دي اؤ دهغوئ ټولې وسلې اؤ نور وسايل له مینځه وړل شوي دي.

په افغانستان کې د اختر په مهال د افغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ‌ لنډ مهاله اوربند شوی ؤ چې وروسته طالبانو ددغه اوربند ماتولو اعلان وکړو اؤ په افغان ځواکونو یې بریدونه پیل کړي دي.

دکندهار د پولیسو ویاند ويلي د ولسمشر اشرف غني لخوا هم د اوربند ماتولو اعلان شوی اؤ دهغې راپدیخوا د کندهار په بیلابیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو لخوا په پراخه کچه عملیات پیل شوي .

ښاغلی دراني وایي چې دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د ائتلافي قواؤ ملاتړ هم ترلاسه دی اؤ تر دې مهاله طالبانو ته درانه زیانونه اوښتي دي

XS
SM
MD
LG