لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او چین د یو بل په مصنوعاتو ټیکسونو لګولو د تجارتي جنګ یرې زیاتې کړي


امریکی مصنوعات لانے والا ایک کارگو بحری جہاز چین کی شنگھائی بندرگاہ پر کھڑا ہے۔ فائل فوٹو
امریکی مصنوعات لانے والا ایک کارگو بحری جہاز چین کی شنگھائی بندرگاہ پر کھڑا ہے۔ فائل فوٹو

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ لخوا په چیناي جوړ سامانونو باندې د جمعې په شپه د تازه ټیکسونو لګولو سره چین هم په فوري توګه په امریکاي جوړ سامانونو باندې ددې برابر ټیکسونه لګولي کوم چې د نړۍ ترټولو غټ دوه اقتصادي ملکونو ترمنځ د تجارتي جنګ یرې نورې هم زیاتې کړي.

د څو میاشتو سیاسي خبرو وروستو د امریکې انتظامیې د ۳۴ ارب ډالرو چینايي جوړ سامانونو باندې ۲۵ فیصده ټیکسونه لګولي چې پکې د کرکیلې لپاره جوړ سامانونه او د جهازونو پرزې شاملې دي.

چین د امریکې دغه ګام په ځواب کې په فوري توګه امریکايي جوړ سامانونو باندې ټیکسونه لګولي چې پکې په امریکا کې پیدا کیدونکې د لمرپرستو تیل (سویابین) او ګاډي شامل دي.

تر اوسه پورې یو ملک هم د خپل دریز نه نه پشا کیږي. ډانلډ ټرمپ د ۱۶ ارب ډالره چینايي جوړ نورو سامانونو باندې هم د ټیکسونو لګولو اشارې ورکړي او د تېر زیارت په ورځ يې خبریالانو ته ویلي حتمي ټیکسونه د ۵۰۰ ارب ډالره نه اووختی شي.

د چین د تجارت وزارت په امریکا باندې د زور زیاتي او په اقتصادي تاریخ کې ترټولو غټ تجارتي جنګ تور لګولی.

امریکاي څیړنکاران وايي د صدرټرمپ انتظاميې لخوا په چیناي جوړ سامانونو باندې لګولي ټیکسونه به د ډانلډ ټرمپ هغه مرستیالان د نوموړي ریپلیکن پارټۍ لپاره د نومبر په میاشت کې کیدونکو د کانګریس د منځنۍ مودې انتخاباتو لپاره ووټ اچولو ته راپاسوي څوک چې د نوموړيترټولو اول امریکې په نوم سیاسي نعرې سره اتفاق کوي.

ډانلډ ټرمپ وايي بیجنګ د کالونو راهسې د امریکې سره د برابرۍ په بنیاد تجارت نه دی کړی او دا چې د امریکې تخلیقي کارونه يې غلا کړي.

خو ددواړه ملکونو لخوا د یو بل په جوړ سامانونو باندې ټیکسونه لګول اقتصادي وده اغیزمنده کوي. د امریکې مرکزي بینک یا فیډرل ریزرو د وړاندې نه ویلي چې د ځنې کمپنو تجارتي وده په مزه شوې. د امریکې دوه غټو کمپنو، د موټرسایکل جوړوونکې مشهورې کمپنۍ، هارلي ډیوډسن انکارپوریشن او د موټرو جوړولو کمپنۍ، جنرل موټرز په اقتصادي وده کې د کمزورۍ راتلو له کبله د روزګارونو کمولو خبرداری ورکړی.

د څېړنې ادارې اکسفورډ اکنامکس ایشیا لپاره مشر اقتصاد پوهه لویس کوجیس بلومبرګ خبري ادارې ته ویلي دواړه ملکونو په ښکاره ډول د یو بل پرضد د تجارتي جنګ اولني ګامونه پورته کړي او دا چې د دواړه ملکونو ترمنځ تجارتي جنګ شروع شوی. نوموړي زیاته کړې تر اوسه ددې جنګ ښکاره ختمون نه ښکاري.

د بلومبرګ د اندازې ترمخه د اقتصادي نقصان اندازې انحصار به په دې وي چې دواړه ملکونه د یو بل خلاف د کوم حد پورې تلی شي. که چرې امریکا او چین د اولنۍ مرحلې ټیکسونو لګولو وروستو د یو بل جوړ سامانونو باندې نور ټیکسونه اونه لګوي نو ددې له کبله شوی نقصان به کم وي.

که چرې امریکا د پوره تجارتي جنګ لاندې په ټولو ملکونو باندې ۱۰ فیصده ټیکسونه لګوي او په ځواب کې نور ملکونه هم په امریکايي جوړ سامانونو باندې ټیکسونه لګوي نو اقتصاد پوهان وايي د کال ۲۰۲۰ پورې به د امریکې اقتصادي وده به څه کم یو فیصد راکمه شي.

ډانلډ ټرمپ د وړاندې نه امریکې ته راوړونکو بهرني سټیل او ایلومینم باندې ټیکسونه لګولي. په دغه ټیکسونو باندې یورپي یونین او کینیډا سخت ردعمل څرګند کړی او ددې په ځواب کې يې په امریکاي جوړ سامانونو باندې ددې برابر ټیکسونه لګولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG