لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان ځواکونو تازه عملیاتو کې ۷۲طالبان وژل شوي


په افغانستان کې د طالبانو لخوا دولت سره د خبرو اترو کولو له انکار وروسته امنیتي ځواکونو د طالبانو په ضد د روانو عملیاتو لړۍ چټک کړې اؤ د دفاع وزارت دعوه کړې چې په تیر یو شواروز کې ‌یې په بیلابیلو سیمو کې لږ تر لږه ۷۲ طالبان وژلي اؤ ۳۳ نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان ددفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې دا عملیات په ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، اروزګان، زابل، بامیان، فراه، بادغیس، فاریاب، تخار، نیمروز او هلمند ولایتونو کې شوي چې دطالبانو نه پکې درنې وسلې هم ترلاسه شوي دي.

خو طالبانو لا ددفاع وزارت دغه دعوې ته هیڅ جواب نه دی ویلی.

د افغان امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ د نښتو روانه لړۍ کې شدت وروسته له هغې لیدل کیږي چې طالبانو دافغان دولت لخوا د سولې شوی وړاندیز رد کړو.

دافغانستان دسولې د عالي شورا سکتر ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک درې ورځې وړاندې دعوه کړې وه چې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ دسولې خبرو ته لاره هواره شوې ده اؤ هیله ده په راتلونکې اوونۍ کې به د دواړو لوریو ترمینځ دسولې دغه خبرې پیل شي .

خو د جمعې په ورځ طالبانو پخپل یو بیان کې وویل چې دوئ افغان دولت سره د مزاکراتو هیڅ‌ پروګرام نه لري اؤ افغان دولت داسې خبرې یوازې د ولس تیرویستلو دپاره کوي.

دطالبانو ویاند پخپل بیان کې ویلي “مونږ د خبرو اترو دپاره یوه واضحه تګلاره لرو اؤ بیا،بیا مو خپل دریځ څرګند کړی چې دافغانستان په خاوره د بهرنیو ځواکونو موجودیت د ټولو ستونزو زیږنده دی”

دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان ولسمشر اشرف غني تیره میاشت کابل کې دسولې کاروان ته دخپلې وینا په مهال څرګنده کړې وه چې هغه طالبانو سره افغانستان کې دخارجي ځواکونو د رول په ګډون په ټولو شرائطو خبرو اترو ته تیار دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG