لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مریم نواز: زه او نواز شریف د جمعې په ورځ پاکستان ته ستنېږو


د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند د پخواني مشر نوازشریف لور مریم نواز نن اعلان کړی، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به له خپل پلار سره بیرته پاکستان ته را ستنه شي.

په لندن کې له رسنیو سره په خبرو کې مریم نواز وویل، له پلار سره د مور پوښتنې ته تللې وه او ډاکټرانو هیله ورکړې چې هغه به په راتلونکو څو ورځو کې په هوش کې راشي، خو وایي دوی پرېکړه کړې چې قومي کار ته تر شخصي کار لومړیتوب ورکړي:

"که د پاکستان ولس د نواز شریف خوا ته ګوري او هغه ته اړتیا محسوسوي نو زه فکر کوم چې دا وخت به هغه تر خپلو شخصي ذمه واریو قومي ذمه واریو ته لومړیتوب ورکړي او د جمعې په ورځ به زه او هغه دواړه پاکستان ته ځو".

د پاکستان د احتساب عدالت په لندن کې د جایدادونو لرلو پر سر د جمعې په ورځ په ایون فیلډ مقدمه کې مریم نواز ته اووه کاله، د هغې خاوند مېجر صفدر ته یو کال او د هغې پلار پخواني وزیراعظم نواز شریف ته لس کاله د بند سزا واوروله، خو هغې په لندن کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې پاکستان ته را ستنېږي او د دې پرېکړې په ضد به عدالت ته درخواست ورکوي:

"په دې پرېکړه کې چې څومره کمزورۍ دي موږ هیله من یو که یو داسې قاضي ته دا مقدمه لاړه شي چې د دې ټولې دسیسې برخه نه وي او یو پر انصاف ولاړ عدالت ته دا مقدمه او زموږ درخواست لاړ شي، نو دا پرېکړه کېدای شي ختمه شي".

بل لور ته د پاکستان احتساب ادارې د نواز شریف، مریم نواز او د هغې د خاوند د نیولو امر جاري کړی دی او سمدستي یې یوه ډله د خیبرپښتونخوا د پولیسو په مرسته د هغه د نیولو لپاره مانسهرې سیمې ته لېږلې ده.

مریم نواز وویل دا او پلار یې له جېله نه وېرېږي او له خپل خاوند مېجر صفدر سره یې هم خبرې کړې دي، وایي د هغه حوصله لوړه ده که یې څوک نیولو ته ورغلي وي هغه به زندان ته ورسره لاړ شي.

مریم نواز چې له پنجاب څخه صوبایي او قومي اسمبلۍ دواړو ته په راتلونکو ټاکنو کې کاندیده وه، د احتساب عدالت تر پرېکړې وروسته نه شي کولای چې په ټاکنو کې برخه واخلي او ګوند يې د هغې پر ځای د پنجاب صوبایي اسمبلۍ ته ملک عرفان شفیع کوکر او قومي اسمبلۍ ته علي پروېز کاندیدان ټاکلي دي او د هغې د خاوند مېجر صفدر پر ځای له مانسهرې ضلعې څخه قومي اسمبلۍ ته د هغه ورور سجاد اعوان کاندید شوی دی.

د بډو رشوتونو یا کرپشن په ضد کارکوونکي یوه نړیوال سازمان ټرانسپېرنسي انټرنېشنل ویلي، چې د برتانیې حکومت دې د نواز شریف د کورنۍ د جایدادونو په اړه تحقیقات وکړي. مریم نواز د خالي- شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، که د برتانیې حکومت په دې اړه پلټنه وکړي، نو څرګنده به شي چې پاکستاني عدالت له دوی سره څومره ناانصافي کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG