لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ او عوامي نېشنل ګوند په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي


پښتون ژغورنې غورځنګ له اعلان سره سم نن د شورو- چارشنبې په ورځ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د حیات پرېغل د تښتول کېدو او د سیند د ترهګرۍ ضد عدالت له خوا د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار ته د ضمانت ورکولو په ضد احتجاجي مظاهرې کړې دي.

په ږوب کې احتجاجي مظاهرې ته په وینا کې د عوامي نېشنل ګوند یوه مشر انور شېراني وویل، پښتانه په پاکستان کې ځکه وژل کېږي چې وایي دوی پر خپله خاوره د خپلو وسایلو واک او اختیار غواړي:

"که زموږ په جلسو کې چاودنې دي، که په کراچۍ کې ویشتل کېږو، که په وزیرستان کې پر موږ بمبارۍ دي هر ځای پر دې خبره وژل کېږو چې موږ وایو په دې پښتون کې څه دي دا به د پښتنو وي".

بل لور ته د عوامي نېشنل ګوند له خوا هم په پېښور کې د پروني ځانمرګي برید په ضد احتجاجونه کړي، چې د ګوند یو مشر هارون بلور او شاوخوا ۲۰ نور کسان پکې و وژل شول او تر پینځوسو زیات پکې ټپیان شول.

​په کوټه کې احتجاجي مظاهرې ته د عوامي نېشنل ګوند یوه مشر رشید ناصر ویلي، چې پر مشرانو یې د بریدونو مقصد دوی له پارلماني سیاسته را ګرځول دي:

"موږ له پارلمانه ولې ګرځوي د دې لپاره مو ګرځوي چې دا د پښتنو یو حقیقي ږغ دی او دا ږغ له پارلمانه دباندې وساته".

د دې پېښې په ضد د بلوچستان وکیلانو نن د صوبو له ټولو عدالتونو بایکاټ کړی وو او ټولې عدالتي چارې په ټپه درېدلې وې.

په پښین کې د عوامي نېشنل ګوند احتجاجي غونډه.
په پښین کې د عوامي نېشنل ګوند احتجاجي غونډه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا هم په کوټه ښار کې یوه جلا مظاهره شوې چې لسګونو کسانو پکې ګډون کړی وو. احتجاج کوونکو د ښار پر سړکونو لاریون کړی او د ترهګرۍ په ضد یې شعارونه ورکړي دي. احتجاجي غونډې ته په وینا کې د دې تحریک یوه فعال رزاق غورځنګ پاکستاني عدالتونه له پوځ سره پر ملګرتیا تورن کړل:

"دې عدالت په خپل ټول تاریخ کې د پوځي جرنېلانو په ملګرتیا کې هر وخت سیاسي کارکنانو ته کوړې ورکړې دي، د دې ټول ملک مظلوم ولسونه پر دې شاهد دي چې دې عدالت د ولسونو په ترټلو کې تل د پوځ ملګرتیا کړې ده نو دا څه عجبه نه ده چې یو غټ قاتل ته یې ضمانت ورکړ".

د بلوچستان په چمن ښار کې هم د حیات پرېغل د خوشي کېدو او د راو انوار د ضمانت په ضد مظاهره شوې ده. مظاهره چیانو شعارپاڼې را اخیستې وې او د ښار پر سړکونو یې لاریون کاوه. دوی غوښتنه کوله چې حیات پرېغل دې خوشی شي او د راو انوار ضمانت دې بیرته منسوخ کړل شي. احتجاج ته په وینا کې د ملا بهرام په نوم یو تن وویل:

"آیا د دې ملک عدالتونه له موږ سره دغه انصاف کوي، د پولیسو او عدالت دوې تحقیقاتي ډلې جوړې شوې دي، دواړو هغه [راو انوار] مجرم ثابت کړی دی لېکن عدالت هغه په لس لکه ضمانت خوشی کوي موږ پر دې احتجاج کوو".

په کراچۍ ښار کې هم د پاکستان د بشري حقونو د سازمان له خوا یوه احتجاجي مظاهره شوې چې د پېښور پرونۍ پېښه یې غندلې ده. په دې مظاهره کې ښځو او سړیو ګډون کړی وو، چې د ترهګرۍ په ضد یې شعارونه ورکول.

د بلوچستان د پښین، سنځاوۍ او ږوب په شمول د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، سوات، پېښور، بنو، کراچۍ، اسلام اباد او ځینو نورو سیمو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا احتجاجي مظاهرې شوې، چې د پېښور پرونۍ پېښه یې پکې غندلې او همدارنګه یې د حیات پرېغل د خوشي کېدو او راو انوار د سزا کېدو غوښتنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG