لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو دسعودي دعالمانو دکانفرنس غوښتنې رد کړې


طالبانو په سعودي کې دعالمانو د جوړشوي کانفرنس هغه اعلامیه رد کړې چې پکې دافغانستان دننه روانې جګړې ناروا بلل شوي اؤ په جنګونو بوختو خواؤ نه دافغان دولت تر شا د ودریدلو غوښتنه شوې ده.

د پنجنشنبې په ورځ طالبانو دسعودي کانفرنس د اعلامیې په اړوند خپل غبرګون کې ویلي چې د سعودي غونډه د امریکا په فرمائش جوړه شوې وه اؤ داسلامي نړۍ هیڅ وتلو عالمانو پکې برخه نه ده اخستې.

تیره ورځ دسعودي جده ښار کې دنړۍ د ۳۳ اسلامي هیوادونو دیني عالمانو په یو کانفرنس کې د شرعي لحاظه افغانستان کې د روانو جګړو جاج اخستی ؤ اؤ دکانفرنس په پایې کې یې یوه اعلامیه جاري کړې وه چې پکې افغانستان کې روانې جګړې ناروا بلل شوې وې.

د طالبانو لخوا مطبوعاتو ته لیږل شوي یو بیان کې ویل شوي د سعودي کانفرنس کې افغانستان څخه د دوهم فلسطین جوړؤلو هڅه شوې ده.

طالبانو پخپل دغه بیان کې په سعودي عرب هم غږ کړی چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې مرسته وکړي .

بیان کې ویل شوی که چرې دسعودي حکومت داسې رقم غونډو ته موقعه ورکوي نو دا به یې حیثیت ته زیان واړوي.

طالبانو واضحه کړې چې هیڅکله به دامریکا په خوښه خپلیدونکي دریځونه د طالبانو په تګلاره منفي اغیزه ونه کړي.

دسعودي دکانفرنس نه وړاندې د حرمین الشریفینو امامانو هم تیره میاشت پخپلو خطبو کې افغانستان کې دامن په ټینګښت ټینګار کړی ؤ اؤ ترهغې وړاندې په انډونیشیاء اؤ کابل کې ددیني عالمانو جوړو شوؤ غونډو کې افغانستان کې روانې جګړې ناروا بلل شوې وې خو طالبانو ویلي چې هغوئ دا جګړه د زرګونو عالمانو د فتوې په اساس پیل کړی دی.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته ویلي چې دولت یې هغوئ سره په هر شرط خبرو ته تیار دی خو طالبانو د سولې هر وړاندیز رد کړی اؤ دریځ یې نیولی چې هغوئ دافغان دولت سره نه بلکې امریکا سره خبرو اترو ته تیار دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG