لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمد اشرف غني: ترهګرۍ ټوله نړۍ په ویره کې اچولې


د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني په بروکسل کې دناټو غونډې ته په وېنا کې ویلي، د نړۍ د ازادۍ او امنیت دفاع په لومړۍ کرښه کې افغانستان قرار لري.

نوموړي ویلي د ترهګرۍ ګواښونو پرضد په ګډه مبارزه کې د سیمې او نړۍ ګډې ګټې نغښتي دي او د سیمې او نړۍ د همکارۍ اړیکې پر وړاندې د پراختیا په حال کې دي.

جمهور ريیس غني د ناټو غونډې ته په وېنا کې زیاته کړه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د جنوبي اسیا لپاره د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ سټراتیژۍ د سیمې وضعیت بدل کړ او مونږ ته یې د دې لپاره چې خپلې ستونزې ومنو او له شرایطو سره سمې حل لارې طرحه او په نتیجو ولاړې اصلاحي برنامې ترتیب کړو فرصت ایجاد کړی دی.

ښاغلي غني ویلي دغې سټراټيژۍ دافغانستان د رامنځته شویو شرایطو په اساس په نوي لیدلوري د سیمې په کچه بیا تعریف کړ او ټول لوبغاړي او ښکېل اړخونه یې اړوېستل چې په خپلو فرضیو او پالیسیو بیا کتنه وکړي.

نوموړي وویل " تر ۲۰۲۴کال پورې ستاسو د ملاتړ د تمدید لپاره غور او ارزونې مونږ ته دا توان راکوي چې د ځان بسیاینې لپاره هڅې وکړو، طالبان دې ته اړباسو هغه لار چې په مخ کې لرو یو سیاسي بهیر دی او سیمه ییز همکاران د دغو همکاریو ګټو ته وهڅوو".

جمهور ريیس زیاته کړه په افغانستان کې دسولې لپاره بشپړه ملي اجماع رامنځته شوې ده ،د سولې له پروسې دافغانستان ،سیمې او نړۍ د دیني علماو او په ځانګړې توګه دحرمین الشریفین خطیبان او په ټول هېواد کې خودجوشه سوله ییز حرکتونه دا ښايي چې د سولې د ټينګښت وخت را رسېدلی او افغان دولت به دسولې له راتګ څخه هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

محمد اشرف غني ویلي لاهم په افغانستان کې ننګونې شتون لري خو په وېنا یې پرمختګونه هم رامنځته شوي، ۳۴۲۰۰۰ امنیتي او دفاعي ځواکونه چې ټول یې داوطلب دي، په ورځنیو سرښندنو سره خپله وطندوستي او همدارنګه د څلور کلن امنيتي پلان د موخو ترلاسه کول نندارې ته وړاندې کوي.

دناټو دوه ورځني ناسته دبيلجیم په پلازمینې بروکسل کې د ۲۰۲۴ کال پورې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونوڅخه د مالي ملاتړ ،له ترهګرۍ سره د مبارزې او دنړیوالو جرمنو پرضد د مبارزې هدف د تیرې پنجشنبې او چهارشنبې په ورځ ترسره شوه دجمهور ريیس اشرف غني او اجراییه ريیس عبدالله په ګډون د نړۍ ۴۱ هیوادونو استازو په کې برخه واخیسته.

د بروکسل په ناسته کې ناټو له افغانستان څخه د خپل پوځي او مالي ملاتړد اعلانولو په ګډون یې د افغان سولې د پروسې ملاتړ وکړ او ویلي دي له ترهګرۍ خوندي افغانستان یې هیله ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG