لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په وروستیو بریدونو دامریکه اندېښنه


امریکه په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې دټولټاکنو په کاندیدانو اؤ د هغوئ په پلویانو دشوؤ بریدونو سخته غندنه کړې اؤ ویلي یې دي چې دا بریدونه دپاکستاني ولس خپلو جمهوري حقونو څخه د محرومولو یوه ناوړه هڅه ده.

دتیرو څلورو ورځو په مهال خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې په انتخابي کمپائنونو درې ستر ځانمرګي بریدونه شوي چې په کې په شلګونو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دامریکا د بهرنیو چارو د محکمې ویاندې هیدرنوئرټ د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي دترهګرۍ په ضد جګړه کې مونږ د سویلي ایشیا د ټولې سیمې اؤ پاکستاني ولس تر شا ولاړ یو

هغې دخواخوږۍ په دغه بیان کې دخیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو دننه ځانمرګي بریدونو اؤ بمي چاودنو کې د وژل شوؤ کسانو د کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړې اؤ ژوبلو دپاره یې د روغ څټې دعا هم کړې ده.

پاکستان کې ټولټاکنو ته په ولاړو کاندیدانو دبریدونو دا لړۍ په داسې حال کې پیل شوې چې په دغه هیواد کې عامو ټاکنو ته یوازې ۱۱ ورځې پاتې شوي اؤ دپاکستان بیلابیل سیاسي ګوندونه اندیېښنې څرګندوي چې ځينې قوتونه غواړي کیدونکې ټولټاکنې تالا ترغۍ کړي.

ټاکل شوې چې د جولای په ۲۵مه به پاکستان کې عام انتخابات کېږي چې د پاکستاني پوځ د ویاند په وینا د امنیت لپاره یې شاوخوا ۳۷۱۰۰۰ پوځي سرتېري په دنده ګومارل شوي دي،‌ خو په پاکستان کې تر ټاکنو مخکې د ترهګرۍ بریدونو هم د سیاسي ګوندونو په مشرانو او هم د ګوندونو په پلویانو کې د امنیت په اړه وېره خپره کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG