لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو:ټولټاکنو کې وړاندې نه د ټګۍ هڅې روانې دي


د شنبې په ورځ پیښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې دپیپلز ګوند مشر ویلي دهغوئ غړو د خپلې وفادارۍ بدلولو دپاره فشارونه اچول کیږي ، خو ښاغلي بلاول نه ده په ډاګه کړې چې دغه فشارو څوک اچوي؟

دپاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري تور لګولی چې پاکستان کې د ټولټاکنو نه وړاندې د ټګۍ هڅې روانې دي اؤ په انتخابي کمپائن کې خنډان راولاؤل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې دانتخابي عمل دڅارلو دپاره پاکستان کې موجودو د اروپایي اتحادیې څارونکو هم ویلي چې په وخت ورته پاکستان ته د ورتګ د اجازې نه ورکړل کیدو له امله د کیدونکو ټولټاکنو د څارنې عمل ګران شوی دی.

د شنبې په ورځ پیښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې دپیپلز ګوند مشر ویلي دهغوئ غړو د خپلې وفادارۍ بدلولو دپاره فشارونه اچول کیږي ، خو ښاغلي بلاول نه ده په ډاګه کړې چې دغه فشارو څوک اچوي؟

نوموړي وویل د ټولو ستونزو اؤ مشکلاتو باوجود به هم هغوئ په میدان ولاړ وي اؤ د ټولټاکنو څخه به نه پشا کیږي.

په پاکستان کې په ۲۵ جولایي عامې ټاکنې کیدونکې دي خو ددغه ټاکنو نه وړومبی په خیبر پښتونخو اؤ بلوچستان ایالتونو کې په انتخابي کاندیدانو ځانمرګي بریدونه پیل شوي چې پکې د دوؤ کاندیدانو هارون بلور اؤ سراج رئیساني په ګډون تر ۱۶۰ زیات کسان وژل شوي اؤ د۲۰۰ نه زیات ژوبل شوي دي.

بلاول بوټو زداري په سیاسي جلسو د کیدونکو دغو بریدونو سخته غندنه وکړه اؤ وئ ویل د ترهګرۍ په ضد چې څومره ګامونه اخستل پکار وؤ هغه هومره نه دي اخستل شوي ځکع یو ځل بیا دترهګرۍ لړۍ پیل شوې ده.

هغه وویل تر څو چې دهیواد ادارې نه وي پیاوړې کړل شوې تر هغې د ولس ستونزې نه شي هواریدلی .

دپیپلز ګوند نه مخکې مسلم لیګ نواز ګوند اؤ ای این پي هم د ټولټاکنو په روڼ ډول ترسره کیدلو باندې شکونه ښکاره کړي اؤ ویلي دي دهغوئ دکاندیدانو دمخې نیولو هڅې کیږي .

خو دپاکستان پوځ اؤ د ټولټاکنو کمیسون وایي هغوئ هڅه کوي چې راتلونکې ټولټاکنې دهر رقم ټګۍ نه پاکې وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG